1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديميزير: افغان مهاجر بايد بيرته خپل هيواد ته ستانه سي

۱۳۹۴ بهمن ۱۲, دوشنبه

د جرمني د کورنيو چارو وزير په کابل کي ويلي دي چي افغانان بايد پخپله خوښه هيواد ته ستانه سي. هغه ويلي دي بيرته ستنېدونکو ته يوه اندازه پيسې هم په پام کي نيول سوي.

https://p.dw.com/p/1Hmol
Geheimdienst-Kontrollgremium zur Spionageaffäre Thomas de Maiziere
انځور: picture-alliance/dpa/von Jutrczenka

د جرمني خبري آژنس «dpa» د راپور له مخي د دغه هيواد د کورنيو چارو زير توماس ديميزير د دوشنبې په ورځ په يوه لنډ سفر افغانستان ته رسېدلی او هلته به له افغان چارواکو سره، جرمني ته د افغانانو د زيات مهاجرت د مخنيوي په اړه خبري وکړي.

ديميزير په کابل کي له ياد خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي افغانان په ځانگړې توگه ځوانان بايد په آلمان کي د ښې اقتصادي راتلونکي په موخه خپل هيواد پرې نه ږدي.

هغه ويلي دي: «په افغانستان کي انساني قاچاقبران د دې له پاره چي بازار ئې تود وي افغانانو ته جرمني په يوه جنت بدل کړی دئ. دا موږ نه غواړو.»

هغه زياته کړې ده، هغه افغانان چي په جرمني کي د قبلېدو چانس نه لري بايد پخپله خوښه خپل هيواد ته ستانه سي او د خپل هيواد په هغو سيمو کي چي امن دي ژوند وکړي.

دغو مهاجرو ته په خپل هيواد کي يوه اندازه پيسې هم ورکول کيږي چي په وطن کي خپل ژوند بيرته له سره جوړ کړي. هيواد ته د بيرته تگ له پاره د پيسو تر لاسه کولو له پاره مهاجر کولای سي چي سر له نن څخه لا غوښتنليکونه ورکړي.

ديميزير وويل: «دا روښانه ده چي په افغانستان کي امنيتي وضعيت پېچلی دئ. خو افغانستان يو ستر هيواد دی او هلته امن او ناامني سيمي سته.»

ويل سوي دي چي جرمني ته ډېر افغانان په خپل هيواد کي د خراب امنيتي وضعيت په سبب نه، بلکي د يوې ښې راتلونکي په خاطر راغلي دي.

د جرمني د مهاجرت ادارو د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۵م کال کي په دغه هيواد کي ۱۵۰۰۰۰ افغان مهاجرو د پناه غوښتنه کړې ده. تيرکال جرمني ته د مهاجرت څپو پرمهال تر سوريايانو وروسته ډېر افغانان رسېدلي دي.

د جرمني چارواکو په حواله په ۲۰۱۴م کال کي دغه هيواد ته يوازي ۹۷۰۰ افغان مهاجر رسېدلي ول او د پناه غوښتنه ئې کړې وه.

ديميزير د تيرکال په اکتوبر مياشت کي لا ويلي ول چي هيواد ته ئې د ډېرو افغان مهاجرو راتگ د منلو نه دئ. هغه ويلي ول چي د جرمني عسکر او پوليس هڅه کوي چي په افغانستان کي امنيت ډاډمن کړي.

هغه دا هم ويلي ول چي له افغانستان سره به ډېري پراختيايي مرستي وسي او دا چي ټول ولايتونو له منيتي اړخه يو شان نه دي: «موږ تمه لرو چي افغانان به په خپل هيواد کي پاته سي.»

جرمني ته د رسېدلو افغانانو ۴۷،۶ سلنه ئې د پناه اخيستلو چانس لري. دا په دې معنی ده چي د راغلو افغانانو تر نيمايي ډېر بايد له دغه هيواده بيرته ستانه سي.

د افغانانو د پناه غوښتني پروسه تر يوه کال اضافه (۱۴ مياشتي) وخت نيسي. او کله چي د دوی پناه غوښتنه هم ونه منل سي په آلمان کي پاتيږي: د دوی ځينو ته ئې د دولدونگ په نوم ويزه ورکول کيږي، ځکه دوی د افغانستان له يوې ځانگړي سيمي دي، چي د نورو په پرتله امنيتي وضعيت پکښې ډاډمن نه دئ.

افغان حکومت هم ويلي دي چي دوی به هغه مهاجر چي د جرمني له خوا بيرته ورلېږل کيږي ومني.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير به پر نورو افغان چارواکو سر بيره له خپل افغان سيال نورالحق علومي سره هم ملاقات ولري.