دوو وزیرانو د ولسي جرګې د اعتماد رایې واخیستې
۱۳۹۲ فروردین ۱۷, شنبهولسي جرګې د شنبې په ورځ دوو تنو وزیرانو ته تر استحضا وروسته د اعتماد رایې ورکړې. د دغو دوو تنو وزیرانو د استحضا پریکړه د چهارشنبې په ورځ شوې وه.
که څه هم د افغانستان د کانونو د وزیر د استحضا اصلي لامل د ۱۳۹۰ کال د انکشافي بودجې نه مصرفول وو، خو په دې وزارت کې د اداري فساد او اختلاس شتون تورونه هم لګول کیږي.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي، د رايو پایلې داسې اعلان کړې: «د ښاغلي وحیدالله شهراني د تایید رایې ۱۳۳ او رد رایې ۷۳ دي. له دې کبله هغه اوس هم د افغانستان د کانونو وزیر دی.»
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین، هم وتوانید چې له پارلمان څخه د اعتماد رایې ترلاسه کړي. هغه هم ۱۳۲ د تایید رایې او ۷۴ د رد رایې وګټلې او په دې ترتیب سره د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر په توګه پاتې شو.
په ولسي جرګه کې معامله
د قندهار ولایت استازي لالي حمیدزي، د استضاح په غونډه د معامله ګري په اړه خبرې وکړې. حمیدزي وویل چې د افغانستان خلک مقننه قوه نه لري. د هغه په خبره د افغانستان مقننه قوه د معامله ګري او سوداګري پر یوه مرګز باندې بدله شوې ده. هغه وویل: «نن د شرم ځای دی... نن د افغانستان مقننه قوې د دې هیواد خلکو ته دا خبره ورسوله چې هغوی مقننه قوه نه لري، بلکې دغه قوه یوه تجارتي مرجع ده.»
د پارلمان یوې بلې استازې شکیبا هاشمي، وویل چې د افغانستان خلک به تر دې وروسته پر مقننه قوې باندې باور و نه کړي. هغې زیاته کړه: «دغه کور هم له فساده څخه مستثنا کیدای نه شي. د هغو پیسو له مخې چې ښاغلي شهراني تقسیم کړې وې، پر دې موافقه وشوه چې هغه کامیابه شي. زه خواشینې یم. دا د ټولو خلکو له پاره د اندیښنې ځای دی. که د نړۍ د نورو هیوادونو پارلمانونه موږ وویني، نو پر موږ به وخاندي چې ولې مو پرونه ناکامه او نن کامیابه کړل.»
یو شمیر کارپوهان وایي چې د افغانستان خلکو تمه لرله چې پارلمان هغه وزیران چې آن خپله پرمختیایي بودجه نه شي مصرفولای له دندو لیرې کړي. د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال، په دې اړه وویل چې افغانانو هیله لرله چې پارلمان له خپل دې کار سره غواړي اصلاحات رامنځ ته کړي. هغه زیاته کړه: «په پارلمان کې هم فساد حاکم دی او هر کله چې وغواړي له وزیر صاحبانو څخه پېسې تر لاسه کړي، نو هغوی استحضاح ته راغواړي.»
د ښاغلي جلال په خبره یو شمیر استازي په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې په میلیونو افغانۍ مصرفوي، او له همدې کبله غواړي د استیضاح په نوم له وزیرانو پیسې تر لاسه کړي، چې خپل مصرفونه پوره کړي.