دوه ځانمرگو بریدونو لږ تر لږه ۱۷ تنه ووژل
۱۳۹۱ اسفند ۱۹, شنبه
دواړه چاودنې د ځانمرگو بریدونو په پایله کې رامنځ ته شوې دي. لومړۍ چاودنه په کابل او دویمه د خوست په ولایت کې شوې ده. د خوست ولایت چاودنې اته تنه ماشومان او یو تن پولیس وژلی دی. د دې ولایت والي په یوه بیانیه کې ویلي دي: «یوه ځانمرگي برید کوونکي د افغان او نړیوالو ځواکونو گزمې ته نزدې چاودنه کړې ده.»
د افغاسنتان د دفاع وزارت ویاند ښاغلي ظاهر عظیمي، ویلي دي چې په کابل ښار کې د چاودنې له کبله ملکي تلفات رامنځ ته شوي دي. ښاغلي عظیمي د دغې پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي. هغه ویلي دي: «یوه ځانمرگي بریدکوونکي د دفاع وزارت د عمومي دروازې په دیرش متري کې خپل ځان چاولی دی. د پېښې له کبله ملکي تلفات رامنځ ته شوي دي، خو دې چاودنې د دفاع وزارت کارکوونکي نه دي ژوبل کړي.»
د اسوشیتد پرس خبري آژانس د افغانستان دفاع وزارت چارواکو په حواله لیکلي دي چې په دغه چاودنه کې نهه تنو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ډیر وخت د دغه شان بریدونو تلفات د وخت په تیریدو سره نور هم لوړیږي.
د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې راوستي دي چې په وینو ککړ یوه افغان سرتیري د چاودنې له سیمې څخه پنځه تنه لیږدولي ول. د پېښې په سیمه کې یوه بل چارواکي خبریالانو ته ویلي دي چې برید کوونکی د یوه بایسکل په واسطه سیمې ته رارسیدلی وو.
تر چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو غږ هم اوریدل شوی دی. خو چارواکو ویلي دي چې د امریکا د دفاع نوی وزیر چې اوس په افغانستان کې دی، له کوم گواښ سره مخامخ نه دی. د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي دي: «کله چې چاودنه وشوه، د دفاع وزیر د [افغانستان د عملیاتو په اړه] د معلوماتو د ترلاسه کولو په حال کې وو. تر چاودنې وروسته غونډه د پلان له مخې پر مخ ولاړه.»
په افغانستان کې میشتو اییتلافي ځواکونو هم دغه پېښه منلې ده او په یوه بیانیه کې یې ویلي دي: «موږ د یوه ځانمرګي برید ترسره کیدل تأییدولای شو. تر برید وروسته د سپکو وسلو ډزې هم شوې دي. دغه برید نن سهار د افغانستان د دفاع وزارت تر څنګ شوې دی. په دې پېښه کې د ایساف ځواکونو مستقیم دخالت نه دی کړی.»
طالبانو سمدستي د برید پړه پر غاړه اخیستې ده. د دغې ډلې یوه ویاند د تیلیفون له لارې خبري آژانسونو ته ویلي دي چې د دې برید هدف په مستقیم ډول د امریکا د دفاع وزیر په نښه کول نه وو، بلکې د برید اصلي هدف د دې خبرې اثباتول وو چې طالبان هر وخت پر کابل باندې برید کولای شي.
د امریکا د دفاع نوی وزیر چاک هیګل، د جمعې په ورځ افغانستان ته ورسید. هغه به په دې هیواد کې له خپلو سرتیرو او افغان چارواکو سره وویني.