دوه پاکستاني سرتیري له افغانستان څخه په ډزو وژل شوي
۱۳۹۵ مهر ۲۶, دوشنبهیوه لوړپوړي چارواکي د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي: «تر هغه وروسته چې د افغانستان له خاورې څخه یاغیانو ډزې پیل کړې نو دوه پاکستاني سرتیري شهیدان شول او یو بل بیا ټپي شو.»
دغه چارواکي روښانه کړې ده چې پیښه د سویلي وزیرستان په برمال سیمه کې رامنځه ته شوې ده چې د افغانستان له پکتیکا ولایت سره پر پوله پرته ده.
نورو ځایي چارواکو او امنیتي سرچینو هم دغه پیښه تایید کړې ده خو لا تر اوسه پورې یې کومي ډلې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
د روان کال په مې میاشت کې د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې په شمال لویدیځ کې یې د یاغیانو اډې له منځه وړي دی. پاکستاني پوځ په ۲۰۱۴ کال کې له وزیرستانونو څخه د یاغیانو د پاکولو په موخه پراخ عملیات پیل کړل. په دغو عملیاتو کې ډیری کسان ووژل شول، خو پر پوځ باندې تور لګول کیږي چې یوازې هغه یاغیان چې د ځان له پاره یې ګواښ بولي په نښه کوي او افغان طالبان نه ځپي.