1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه نیم میلیونه کسان خوراکي مرستو ته اړتیا لري

۱۳۹۴ آبان ۵, سه‌شنبه

د غنمو د حاصلاتو پر ډېرښت سربیره، افغانستان اوس هم د نورو هيوادونو خوراکي توکو ته اړتیا لري. د افغانستان د کرهڼي وزارت وایي چې په روان لمریز کال کې دوه نیم میلیونه کسان بیړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/1Guss
انځور: picture-alliance/AP

د افغانستان د کرهڼي وزارت د سه شنبې په ورځ د خوراک نړیواله ورځ ولمانځله او د دغه وزارت چارواکو وویل چې د هر کال په تیریدو د غلې حاصلات ډیریږي، خو په وینا یې پر دې سربیره هم افغانستان نړیوالو مرستو ته اړ دی. که څه هم افغانستان هڅه کړې ده چې د خوراک په برخه کې پر ځان بسیا شي، خو لا تر اوسه دغه هدف نه دی تر لاسه شوی.

د کرهڼي اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت د ارقامو له مخې په افغانستان کې دوه نیم میلیونه کسان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ دي او په وینا یې په بې وزلۍ کې ژوند تیروي. ملگري ملتونه کولای شي چې یوازې له ۲،۱ میلیونه کسانو سره د خوراکي موادو مرستې وکړي.

د کرهڼي وزارت مرستیال معین الدین حیدر، د سه شنبې په ورځ د خوراک د نړیوالي ورځي په مناسبت جوړي شوي غونډه کې وویل چې نوې احصایې ښيي چې د خوراکي مصوونیت پر لور بنسټیز گامونه هیله من دي. د هغه په خبره سږ کال د غلې تولید څلور سلنه زیات شوی دی.

د کرهڼي وزارت وایي چې د غور، پکتیکا، زابل، تخار، بامیان، بدخشان، بادغیس، سمنگان، نورستان او جوزجان ولایتونه خوراکي موادو ته اړتیا لري. د دغه وزارت د چارواکو په وینا د خوراکي مصوونیت د ښه کیدو له پاره يې نوي پروگرامونه په پلان کې دي او په وینا یې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې تر ۵۰۰ زیات کسان روزل شوي دي.

ښځي په لومړیتوب کې قرار لري

د ملگرو ملتونو د خوراک پروگرام وایي چې هڅه کوي د افغانستان د کرهڼي وزارت په همکارۍ، هر کال ډیر شمیر افغانان د خوراکي موادو مصوونيت ولري. د خوراکي مصوونیت پروگرام بې وزلو او مصیبت ځپلو کورنیو ته متمرکز دی او هڅه کیږي چې د باغدارۍ او د لبنیاتو او مالدارۍ د تولید د وړو پروگرامونو له لارې د خوارکي توکو ښه والې ته لاره اواره کړای شي.

د ملگرو ملتونو د خوراک او کرهڼي ادارې استازي تومیو شیچیري، په خپلو څرگندونو کې وویل: «تیره میاشت د زراعت وزارت او اف اې او، په گډه د زارعت او ښځو ستراتیژي جوړه کړه. موږ باوري یو چې دغه ستراتیژي به د جنسیت او وضعیت د ښه والي سبب وگرځي.»

د ملگرو ملتونو د خوراک پروگرام په زراعتي تولیداتو کې د ښځو پر ونډې باندې هم ټینگار کړی دی. د ملگرو ملتونو د خوراک د ادارې یوه بل تن استازي گوردون کریک په دغو مراسمو کې وویل: «په افغانستان کې د لوږې ختمول د جنسیت د تساوي کیدو پرته ممکن نه دی. له دې کبله ډبلیو اف پي [د خوراک نړیوال پروگرام] په خپلو ټولو پروگرامونو کې جنسیتي برابروالی په پام کې نیسي.»

د اوبو کمښت

افغانستان د کښت له پاره پوره اوبه او ځمکه لري خو لا تر اوسه په دې نه دی توانیدلی چې د خوراک د تولید له دغې منبع څخه په سمه توگه کار واخلي. د افغانستان ډیري اوبه گاونډیو هیوادونو ته بهیږي، په داسې حال کې چې افغانستان له دغو اوبو څخه د گټې اخیستنې له پاره کوم عملي پروگرام نه لري.

د افغانستان د انرژۍ او ابو وزیر په دغو مراسمو کې خبرداری ورکړ چې افغانستان باید تر ځمکې لاندي اوبو څخه چې ستراتیژیکي زیرمې دي، د گټې اخیستلو پر ځای د سیندونو له اوبو څخه کار واخلي.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وویل چې د ځمکې پر سر اوبه باید مهار کړای شي او له هغې څخه گټه واخیستل شي. هغه وویل چې دی خبرداری ورکوي چې تر ځمکې لاندې د اوبو زیرمې له خطر سره مخامخ دي.