1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه مليونه حجيان د عرفات غونډۍ ته ختلي

۱۳۸۹ آبان ۲۴, دوشنبه

د حج د مراسمو د اداء کولو لپاره نن د عرفات په غونډۍ کي د نړۍ څه د پاسه دوه مليونه مسلمانان راټول سوي دي. په عرفات کي د سهار د لمرختو څخه ترلمر لويدو پوري دريدل د حج د مراسمو يو اصلي رکن ګنل کيږي.

https://p.dw.com/p/Q8cj
انځور: picture-alliance/dpa

د دغو مراسمو لپاره پرون حجيان د سعودي عربستان پر وخت د ماذيګر او ماښام په شا و خوا کي له مکي معظمې څخه د مينا په لور او د شپې له تيريدو څخه وروسته د عرفات پر لور وخوځيدل.

د سعودي د کورنيو چارو وزير شهزاده نييف بن عبدالعزيز پرون وويل چي يوازي د سعودي عربستان او د خليج له نورو هيوادونو څخه 200 زره مسلمانان د حج د مراسمود اداء کولو لپآره مکي معظمي ته رسيدلي دي.

د نړۍ له نورو برخو څخه 1.8 مليون مسلمانان د حج په سږني مراسمو کي ګډون لري. سر بيره پردې په لس ګونو زره نور چي د سعودي چارواکو له خوا د حج وېزې يې ترلاسه نه کړي، د ځمکي له لاري په غير قانوني توګه سعودي عربستان ته داخل سوي دي تر څو د حج په مراسمو کي ګډون وکړي.

د لمر له ختو سره په عرفات کي د جبل الرحمه غونډۍ له حجيانو چي سپين احرامونه تړلي دي، ډکه سوه او داسي يو انځور ښکاره کوي لکه ټوله غونډي چي تکه سپينه سوې وي.

د افغان چارواکو د وينا له مخه له افغانستان څخه سږ کال څه د پاسه 35 زره مسلمانان د حج د مراسمو د اداء کولو لپاره مکې معظمي ته تلل دي.

د عرفات څخه يو افغان حاجي، الله محمد چي د غزني ولايت څخه دی د تيلفون پر کرښه د آلمان ږغ راډيو ته وويل چي دی د حج په مراسمو کي د نيول سوو ترتيباتو څخه راضی دی.

هغه وويل:« هري خواته ټنيګ امنيتي اقدامات نيول سوي دي. د عرفات د غونډي پر سر څرخي الوتکي امنيت ساتي. له مکي معظمي، مينا او بيا عرفات ته د حاجيانو د ليږدوني لپاره ترانسپورتي آسانتياوي برابري سوي دي.»

د عرفات له مراسمو څخه وروسته حاجيان بيرته د مينا په لور حرکت کوي، خو شپه د مينا په ګاونډيتوب په مزدليفه کي تيروي.

مزدليفه يو ستره بيديا ده چي هري خواته شګي پرتې دي او حاجيان دلته د جمراتو يا د «شيطان وهلو» لپاره شگي ټولوي.

سباته ( سه شنبه) حاجيان مينا ته ستنيږي او هلته د «شيطان وهلو» سمبوليک مراسم پيل کيږي او بيا د حضرت ابراهيم (ع) د رسم د يادون په توګه يو څاروی قربانوي.

د حج په پاته درو ورځو کي بياهم د شيطان وهلو مراسم دوام پيدا کوي او ترهغه وروسته ټول حاجيان بيرته مکې ته ستنيږي چي د کعبې شريفي څخه د طواف وروستي مراسم پر ځای کوي.

تر اوسه پوري د کومي خاصي پيښي رپوټ نه دی ورکړل سوی. په تير کلونو کي د ډير ازدحام او ګډوديو له امله په مينا کي د شيطان وهلو په مراسمو کي مرګ ژوبلي رامنځ ته سوي وې.

سعودي چاروکي وايي چي دوی اوس په دې اړه لازم ترتيبات نيولي دي ترڅو د تيرکلونو پيښي بيا تکرار نه سي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم

کتونکی: نجيب الله زيارمل