1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دومنيک ستراس کان په ضمانت خوشي شو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۳۰, جمعه

د نړيوال وجهي صندوق پخواني مشرستراس کان،له امريکايي جيل څخه د يو مليون ډالرو د ورکړی په ضمانت خوشي شو، خو د جنسي تيري په تورد محاکمي په خاطر په خپل کورکی ترنظربند لاندي نيول کيږي. د دغی مؤسسي د رياست پرسرلانجه لا پاتي ده

https://p.dw.com/p/11KQn
د نړیوال وجهی صندوق ګوښه کړای شوی ریس ستراس کان
د نړیوال وجهی صندوق ګوښه کړای شوی ریس ستراس کانانځور: dapd

د امريکا متحده ايالاتو يو قاضي موافقه وکړه چي د نړيوال وجهي صندوق ګوښه شوي رييس، دومنيک ستراس کان، چي د جنسي تيري تور پري لګول شوي، د متحده ايالاتو د زندان څخه په مشروط ډول خوشي. خو د يو مليون ډالرو د ضمانت د ورکړي سر بيره هغه به په نيويارک کي په خپل کور تر نظر بند لاندي وي چي بهر ونه وځي. دغه راز د 5 مليونو ډالرو تضمين هم نوموړي ورکړي تر څو له بند څخه په موقتي توګه خوشي شي.

له دي مخکي کان نړيوال وجهي صندوق له رياست خخه استعفاء وکړه او وويل چي دي اوس خپل ټول فکر او ذکر دي ته حير کوي چي « خپله بي ګناهي» ثابته کړي.

د نړيوال وجهي صندوق د څوکي پر سره بحث تند شوي

اوس غټه پوښتنه دا ده چي د هغه ځاي نيونکي به څوک وي. ايا بيا به هم يواروپايي وي، که امريکايي؟ او که برازيلي يا چينايي؟ داوطلبان زيات دي.

د نړيوال وجهي صندوق نوي مشرهر څوک چي وي له سختو ننګونو سره به مخامخ وي. د اروپايي هيوادونو د پورونو خلاصيدو نښه نښانه لا تراوسه نه ليدله کيږي. همدارنګه د امريکا متحده ايالات هم هڅه کوي چي په خپلي کورني بودجي کي سپما وکړي، حکه دغه هيواد هم له بودجوي کړکيچ سره مخامخ دي.

له بلي خوا د صنعتي کيدوپه درشل ډير هيوادونو کي هم د ا نفلاسيون يا تورم ګواښ شته دي او له بلي خوا له بهر څخه دغو هيوادونو ته د بي حد او ندازي پانګو بهير د هغو مروجي پيسي ډيري زياتي درني کړي چي دا په خپل ذات کي د دغو هيوادونو صادراتو ته تاوان اړوي. په اوسني وخت کي روسيه، چين، هندوستان، برازيل، تايلند او جنوبي افريقا د صنعتي کيدو په حال کي هيوادونه ګڼل کيږي.

دغه هيوادونه هم اوس د نړيوال وجهي صندوق چي مقر يي په واشنګتن کي دي د رياست د ترلاسه کولو دعوا لري او وايي چي دوي د خپل اقتصادي توانمندي له امله د دي وړتيا لري چي د داسي يوي نړيوالي مؤسسي مشر توب وکړي.

د مثال په ډول د برازيل د ماليې وزيرګيدو مانتېګا چي د نوموړي مقام د احتمالي کانديدانو په جمله کي ښايي راشي، همدا خبره کوي او وايي: « چي تر ستراس کان وروسته حتمي نه ده چي يو اروپايي دي د هغه څوکۍ اشغال کړي.»

د برازيل د بهرنيو چارو پخواني وزير چيلسو اموريم هم په همدې نظر دي . هغه له دويچه ويله سره په يوه مرکه کي وويل: «هغه وختونه اوس تېر دي چي ټوله نړۍ يوازي پر «G7» هيوادونو باندي تکيه وکړي. اوس نو دا خبره بې معني ده. پرته له جنوبي افريقا څخه د صنعتي کيدو په حال کي ټول هيوادونه ، د هغو لسو هيوادونو په جمله کي راځي چي نړيوال وجهي صندوق ته ډېري پيسې ورکوي چي برازيل هم په کي شامل دي»

اموريم يادونه وکړه چي د صنعتي کيدو په حال کي هيوادونو د نړۍ اقتصادي څرخ پر حرکت راوستي دي، بين المللي وجهي صندوق بايد د «پرمختګ په حال کي هيوادونو سره خپلي مرستي ډېري کړي او صنعني هيوادونه ته ووايي چي د هغوي حد او حدود کوم دي.. دا هغه کار دي چي تر اوسه پوري يې نه دي کړي.»

د برازيل د بهرنيو چارو نوموړي پخواني وزير وويل دغه لوي اقتصادي بحران چي نړي اوس ور سره لاس او ګريوان دي ، د صنعتي هيوادونو له خوا رامنځته سوي دي. نو له دې کبله نوموړي لازمه بولي چي «د بين المللي وجهي صندوق نوي مشر د صنعتي کيدو په حال کي له هيوادونو څخه وټاکل سي. هغه په دي هکله البته د کوم مشخص سړي نوم وا نخ اخيست.

د وجهی صندوق راتلونکی مشر باید یو اروپایی وی؟

دا چي د صنعتي کيدو په حال کي هيوادونو نوي اقتصاد وزن پيدا کړي يو قانع کونکي دليل نه دي چي د نړيوال وجهي صندوق راتلونکي مشر دي کوم اروپايي نه وي. يواځي G7 دولتونه يعني فرانسه، آلمان، ايتاليا، جاپان، بريتانيا، امريکا متحده ايالات او کانادا د نړيوال اقتصاد په سلو 49 پيټي يي په اوږو دي. د صنعني کيدو په درشل کي هيوادونه چي په BRIC هيوادونو هم مشهور دي، لکه روسيه، برازيل، هندو سنان او چين په نړيوال اقتصاد کي يي ونډه په ټوليزه توګه په سلو کي 18 ده. د اروپا د اتحاديي غړي هيوادونه په سلو کي 25 په نړيوال اقتصاد کي ونډه لري. معني دا چي د اروپا اتحاديه له اقتصادي لحاظه د صنعتي کيدو په درشل هيوادونو په پرتله مخکي ده.

د آلمان د کيل په ښار کي د اقتصاد د انستيتوت رييس «دينيس سنور» په نظر د نړيوال وجهي صندوق د نوي مشر د ټاکني لپاره د اقتصادي پياوړتيا، نصابونو، پانګو اچونو او د راييو حقوقو پر سر بحثونه ډير زياته ګټه نه کوي. هغه وايي چي د داسي يو مهم مقام لپاره لياقت ، کفايت او د شخصيت بشپړتيا په پام کي ونيول شي.

خو د هامبورګ د نړيوال اقتصادي انستيتوت څخه مشر کارپوه ميشايل بوينيګر وايي چي که د نړيوال وجهي صندوق مشر صنعتي کيدو په حال کي له هيوادونو څخه وټاکل سي بيا به نو د اروپايي هيوادونو د پورونو مساله حل نه سي.

بوينيګر وايي: « که څه هم زه پوهېږم چي د نړيوال وجهي صندوق په پرېکړو کي ټوله برخه اخلي او دا يوازي د هغه په مشر پوري اړه نه پيدا کوي ، خو دلته خبره د اروپايي دولتونو د مشرانو سره په ژبه پوهيدل مهم دي. دا به ډېر ښه وي چي دلته د اعتماد پر اساس باندي ولاړي اړيکي موجودي وي. يعني دا چي د اروپايي ټولني د هيوادونو مشران دغه سړي وپېژني او يا دغه مشر د اروپايي هيوادو مشران وپېژني ، بيانو دي کولاي سي چي د اروپا حال په ښه توګه ارزيابي کړي. نو زما په نظر به دا ښه وي چي د نړيوال وجهي صندوق مشر يو اروپايي وټاکل سي.»

بالمقابل د آلمان په فدرالي شورا کي د مسيحي ديموکرات د ګوند، CDU، د پارلماني استازو د رييس مرستيال، ميښايل فوکس په دي بحث کي د دي پلوي دي چي د صنعتي کيدو په درشل کي د هيوادونو يو استازي د نړيوال وجهي صندوق رياست ته وټاکل شي. هغه استدالال کوي چي د ايرو د پورو کړکيچ ښايي د نړيوال وجهي صندوق يو غير اروپايي مشر ښايي په اساني سره حل کړاي شي، هغه دا چي د ايرو غړو ته ووايي چي په خپلو ورني لګښتونو کي د سپما پر سياست تينګار وکړي.

وينکل رولف/ غوټي پوپل

کتونکي: عبدالباري حکيم