دولت بازار ته په ټيټه بیه اوبلن گاز عرضه کوي
۱۳۹۰ آذر ۲۲, سهشنبهاحدي د سه شنبې په ورځ په کابل کي يوې خبري غونډي ته وويل، چي په دې موادو کي ۱۰ زره ټنه اوبلن گاز۲۰ زره ټنه ډيزل او ۲۰ زره ټنه پترول شامل دي.
اوس په کابل کي يو کيلو اوبلن گاز له ۷۰ نيولي تر۱۰۰ افغانيو پوري پلورل کيږي.
د سوداګرۍ وزير په بازارونو کي د نفتي موادو او گازو د بيو لوړوالی د گازو نامنظمه عرضه وښوده.
دغه راز، د سوداګري وزير په کابل ښار کي د اوبلن گاز د مغازو د زياتوالي خبر هم ورکړ چي دده په خبره شمېر يې له ۳۰ څخه سلو ته لوړ کړی دئ.
د ښاغلي احدي پروينا په دې مغازو کي به د دولت له خوا پر ټاکلي بيه گاز پلورل کيږي.
«موږ ډاډ درکولای شو چي له دې ۱۰۰ مغازو څخه به په ۳۰ کي له ۵۵ افغانيو او په ۷۰ کي به له ۵۹ افغانيو څخه په زياته بيه څوک غاز نه شي خرڅولای.»
دا څرګندوني په داسي حال کي کيږي چي په نږدې راتلونکي کي افغانستان، ترکمنستان، هند او پاکستان د گازو د پير او پلور هوکړه ليک هم لاسليکوي.
په همدې حال کي په افغانستان کي د ژمي په رارسيدو د خوراکي او سون توکو د بيو لوړيدلو، خلک انديښمن کړي دي.
يوه مياشت وړاندي د يو خروار بلوط لرګيو بيه ۶۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس اووه نيم زرو ته رسېدلې ده، همدغه شان د يو کيلو اوبلن غاز بيه ۴۵ وه، خو اوس يي بيه نزدې دوه برابره زياته شوي ده.
اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل