دوشنبه، د افغانستان له پاره یوه بله خونړۍ ورځ
۱۳۹۱ تیر ۱۹, دوشنبهد کندهار ولایت امنیتي چارواکو د دو شنبې په ورځ خبر ورکړ چې طالبانو په یوه ښوونځي کې تر کمین نیولو وروسته د پولیسو پر یوه اډه باندې ډزې کړي دي. د کندهار ولایت ویاند جاوید فیصل دغه پېښه منلې ده.
پر پولیسو باندې د یاغیانو تر ډزو وروسته د پولیسو د اډې په مخکې دوې پرله پسې چاودنې هم شوي دي. د کندهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي دي چې په دې پېښو کې ۱۴ یاغیان ووژل شول.
په همدې حال کې د پولیسو د اډې په مخکې د چاودنو له کبله ۱۵ تنه ملي پولیس او د سیمه ییزو پولیسو شپږ تنه غړي ټپیان شوي دي. د کندهار ولایت امنیتي ځواکونو ویلي دي چې یاغیانو د دې ولایت پر دریو سیمو باندې بریدونه کړي دي.
په یوې بلې پېښې کې د کندهار په ښار کې چاودنې وشوې چې په پایله کې ئې دوه ماشومان ووژل شول او شپږ تنه ملکیان ټپیان شول. د کندهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې په دې ترڅ کې برید کوونکو په دریو موټر سایکلونو کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړي ول چې د هغوی د چاودنې له کبله پر دوو ماشومانو سربیره درې تنه برید کوونکي هم وژل شوي دي.
د یوه بل خبر له مخکې د کندهار ولایت په گاونډي ولایت هلمند کې هم د یوې چاودنې له کبله دوه تنه پولیس او درې ملکیان وژل شوي دي. د هلمند ولایت ویاند داوود احمدزي، ویلي دي چې دغه پېښه د دو شنبې په شپه د گرشک په ولسوالۍ کې د پولیسو په یوې پوستې کې رامنځ ته شوې ده. طالبانو د دې برید پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي ئې دي چې پکښې ئې ۱۵ تنه وژلي دي.
ترافیکي پېښي نهه تنه پولیس ووژل
د افغانستان په سمنگان ولایت کې د دوشنبې په ورځ نهه تنه افغان پولیس ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول. دا ځل دغه پولیس د یاغیان په برید کې نه، بلکې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوي دي.
پېښه د افغانستان په شمالي ولایت سمنګان کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې د دې ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د پولیسو یو لوی موټر نهر ته ولوید.
د سمنګان ولایت د امنیې قوماندان خلیل اندرابي، ویلي دي چې دا پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطي له کبله رامنځ ته شوې ده. په افغانستان کې وخت نا وخته پولیس په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د یکشنبې ورځ په افغانستان کې خونړۍ وه
د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د سړک د غاړې یوه ماین شپږ امریکایي سرتیري ووژل. د ناټو له خوا په یوه خبره شوې ویناکې راغلي دي:
«د ایساف ځواکونو شپږ سرتیري د سړک د غاړې د یوه ماین په چاودنه کې ووژل شول.»
تر دې مخکې د ناټو یو بل سرتیری هم په ورته برید کې وژل شوی وو. چې له دې سره د یکشنبې په ورځ په افغانستان د بهرنیو وژل شوو سرتیرو شمیر اوو تنو ته ورسید.
دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې په بیلابیلو پېښو کې شاوخوا ۱۸ تنه ملکیان هم وژل شوي ول. په تیرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه په دراماتیک ډول لوړه شوې ده. ملگرو ملتونو د ملکي تلفاتو د ډیرې برخې پړه د وسله والو یاغیانو پر غاړه اچولې ده.
پاکستان کې هم پوځیان وژل شوي دي
د پاکستان په شرق کې ناپیژندلو شوو وسله والو د اردو پر یوه کمپ باندې ډزې کړي دي چې په پایله کې ئې شپږ تنه سرتیري او یو پولیس وژل شوی دئ.
دغه پېښه د پنچاب ایالت په گجرات ښارکې رامنځ ته شوې ده چې د پاکستان له ارامه سیمو څخه شمیرل کیږي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض