دوستان خپله دوستي لمانځي
۱۳۹۱ بهمن ۳, سهشنبهد ۱۹۶۳ عيسوي کال د جنورۍ مياشتي پر ۲۲ نېټه د آلمان د هغه وخت د صدراعظم کونراد اديناوير او فرانسې د جمهور رئيس شارل دې گل تر منځ د «اليزه» په نامه تړون لاسليک سو. دغه تړون د دوو پخوانیو دښمنو هيوادو د دوستۍ بنسټ وو.
دغه تړون ته د فرانسې د جمهوري رياست د ماڼۍ نوم ورکړل سوی دئ، ځکه چي هغه په دغه دفتر کي ليکل سوی دئ.
پنځوس کاله وروسته د آلمان صيدراعظمي انگيلا ميرکل وايي :«د دغه تړون يوه گټه دا ده چي موږ نه يوازي يو بل يوازي نه پرېږدو، بلکي ملگري يو.»
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د دواړو هيوادونو د خپل منځي اړیکو پراختيا ته په اشارې سره وويل: «ملگری اسانه نه پيدا کيږي، ملگرتيا وخت غواړي.»
ميرکل او اولاند د جشن تر ورځي يوه ورځ دمخه په برلين کي د فرانسوي او آلماني ځوانانو سره په يوه غونډه کي گډون وکړ. د «اليزه تړون» جشن نن د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د جنورۍ ۲۲) د آلمان په پلازمېنه برلين کي لمانځل کيږي.
د راپورونو له مخي دواړه مشران په برلین کي له ځوانانو سره تر ليدني کتنی وروسته د صدراعظمۍ په دفتر کي د ډوډۍ خوړلو پرمهال يو بل ته د «ته» کلمه استعمال کړې ده. په آلمان کي هغه مهال يو څوک چاته «ته» وايي چي ډير نژدې ملگري وي.
د فرانسې د پارلمان غړي د آلمان د پارلمان له غړو سره يوه غونډه کوي. دا لومړی وار دئ، چي د آلمان پارلمان په یوه غونډه کي د يوه هيواد د پارلمان ټول غړي مېلمانه دي.
د آلمان د سنا مجلس بيا د فرانسې د سنا مجلس ته ښه راغلی ويلی دئ. دغه راز صدراعظمه انگيلاميل به له خپلي کابينې سره يو ځای د فرانسې له کابينې سره کښېني، چي د بحث موضوع به ئې د فرانسې- آلمان د گډو همکاريو نور هم ژور والی وي.
دواړه پارلمانونه غواړي چي يوه گډه اعلاميه هم خپره کړي.
ميرکل او اولاند غواړي چي د دواړو هيوادو تر منځ د هغو پروژو ليست برابر کړي، چي دوه اړخيزه همکاریو ته پراختيا ورکوي.
د برلين په خبرو اترو کي به پر دوو اړخيزو اړیکو سربيره د يورو د بحران او په مالي هيواد کي د فرانسې د پوځي ماموريت په اړه هم بحث وسي. فرانسه له يوې اوونۍ راهيسي په مالي هيواد کي د ياغيانو پرضد جنگيږي.
د آلمان- فرانسې دوستي يوازي د حکومتونو کار نه دئ. د YouGov انيستيتوت له خوا په يوه نظر پوښتنه کي راغلي دي، چي ۵۶ سلنه آلمانان وايي چي فرانسه د آلمان تر ټولو مهم ستراتيژيک ملگری دی. د نظر پوښتني له مخي دغه شمېره بیا په فرانسه کي ۷۵ سلنه ده چي وای آلمان ئې د هيواد له پاره ښه ستراتيژيک ملگری دئ.