«دوستانه بريدونه د باور فضا نه سي خرابولای»
۱۳۹۱ شهریور ۲۸, سهشنبه
د دغه ډول بریدونو شمېر چي د دوستانه حملو نوم ورکول شوی دئ، په دې ورستیو وختونو کي په ډير لوړ شوی دئ.
یوازي په روانه اوونۍ کي د ایساف شپږ تنه عسکر په دې ډول بریدونوکي وژل شوي دي.
د ایساف ځواکونو ویاند، د افغان ځواکونو له لوري پر خپلو سرتیرو باندي تر سره شوي بریدونه د اندیښني وړ بولي خو وایي، چي دغسي بریدونه به د دوی او افغان ځواک تر منځ د همکارۍ فضا زیانمنه نه کړي.
ایساف وايي، لا هم د جګړې په ډګر کي د افغان او بهرنیو ځواکونو د همکارۍ فضا غښتلې ده.
په افغانستان کي د ایساف ځواک ویاند کوینتر کتڅ د دوشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال په کابل کي وویل چي له افغان ځواکونو سره ئې په ګډه داسي هڅي پيل کړي دي، چي د بریدونو مخه ونیسي خو له دې ټولو سره سره ئې افغان حکومت او ناټو اندیښمن کړي دي:
«زه په ډاډ سره وایم چي دغو بریدونو ډیر خلک اندیښمن کړي دي، خو په عین حال کي تاسو داسي ځوانان ویني چي د خپل ماموریت په ارزښت باندي پوهیږي، هغوی د باور پر اساس خپل ماموریت ته دوام ورکوي، زموږ هدف دا دئ چي افغان او نړیوال ځواکونه د جګړې په ډګر کي یو پر بل ډیر باور لري.»
په همدې حال کي ښاغلي کتڅ په هيلمند کی د ګډو ځواکونو پر مرکزي قرارګاه باندي تر سره شوی وروستی برید له مالي اړخه ډیر زیان رسوونکی وباله.
هغه وویل چي په دغه بريد کي د ناټو شپږ الوتکي زیانمني شوي دي، چي ټولیز لګښت ئې نزدې دوه سوه ميلیونه امریکايي ډالره اټکل شوی دئ.
دا برید ډیر ورانونکی ښوول شوی دئ، چي د ایساف د ویاند په وینا دوی ئې دې ته اړکړل چي د خپلو لښکري مرکزونو امنیت لا ټینګ کړي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چي له ناټو سره ئې داسي هڅي پيل کړي دي چي د دوستانه بریدونو مخه په ونیسي.
د دغه وزارت وياند صدیقي وایي، چي تدابیر ډیر مهم دي خو وخت ته اړتیا ده چي په بشپړه توګه پلي شي:
«دا بریدونه تر اوسه زموږ تر څارني لاندي دي، تاسو خبر یاست چي موږ له څو میاشتو راهیسي له ناټو ځواکونو سره پر یوې نوي کړنلاره باندي کار کوو چي د دغه شان بریدونو مخه ونیسو.»
کارپوهان وایي سيمه ييز استخبارات غواړي د افغان ځواکونو په دننه کي په خپل نفوذ سره دغه ځواکونه د نړیوالي ټولني پر وړاندي بې اعتباره اعلام کړي.
په روان کال کي د افغان امنيتي ځواکونو په يونيفورم کي پر بهرنیو همکارانو باندي نزدې پينځه دیرش بریدونه شوي دي، چي یو پنځوس تنه بهرني سرتیري پکښې وژل شوي دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل