1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوحه: د اقلیم کنفرانس د ناکامیدو مخه ونیول شوه

۱۳۹۱ آذر ۱۹, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16yi7

د دوحې د اقليم ساتنې تر سرمشريزې وروسته د چاپېريال ساتنې ټولنو او شنو ګوندونو د ټيټې کچې د يوې نتيجې او جوړ جاړي په هکله مايوسي څرګنده کړه. «ګرين پيس» پر دې انتقاد وکړ چې د امريکې د متحده آيالتونو او چين سره د يو نړيوال اقليمي توافق په لور لاره «اغزنه شوې» ده. د نړۍ د وحشي ژوو يا «ورلد وايلد لايف فانډ» د اروپايي ټولنې پر «کمرنګه حضور» باندې نيوکه وکړه. د ملګرو ملتونو د اقليم ساتنې سرمشريزې په قطر کې د شنبې په ورځ له ناندريزو خبرو وروسته د کيوټو پروتوکول تر ۲۰۲۰م کاله پورې تمديد کړی وو. په دې ترتيب د ۱۹۴ برخه اخيستونکو هېوادونو د ناکامۍ مخه ونيول شوه.