1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دهواپیژندني اداره: په راتلونکې کي د گرمو څپو ډیر قربانیان

۱۳۹۴ تیر ۲۸, یکشنبه

وچکالي ، سخت بارانونه او د سختو گرمیو څپې په تدریج سره ډیري سوي دي . هغوی د انسانانو لپاره سخت روغتیايي منفي عواقب هم لري .هواپیژندونکي د دوامداره گرمو موسمونو څخه خبرداری ورکوي .

https://p.dw.com/p/1G19A
انځور: picture-alliance/ROPI/Piaggesi/Fotogramma

د حرارت ۴۰،۳ درجې سانتي گراد، هغه درجه ، چي لس کاله دمخه د بایرن ایالت په کیتڅینگین کی ثبت سوې ده . دا د تاریخي لحاظه د حرارت تر ټولو لوړه درجه ده . حتی د الپ په غرونو کي چی د بحر د سطحې څخه ۱۰۰۰ متره لوړ دي ، د حرارت درجه۳۰ سانتي گرادته رسیدلې ده .دتیري شنبه او یکشنبه په ورځو کي بیا په المان کي د حرارت درجه تر ۳۸سانتي گراد پوري ورسیدله .

د حرارت دغه ډول لوړې درجې، سختي گرمۍاو په لږ وخت کي د هواپورته کښته کیدل په جرمني کي هم د سختو روغتیايي منفی عواقبو سبب کیږي . دا خبره د المان د هواپیژندني اداره - DWD کوي ، کومې ته چی د چاپیریالي ساتنې ادارې - UBA وظیفه سپارلې وه . په دغه رپوټ کي داوسنیو سختو گرمیو څپې لا په نظر کي ندي نیول سوي .

زاړه او په مزمنو ناروغیو اخته کسان تر ټولو دمخه دهغه څخه متأثره دي .

Bildergalerie Deutschland Hitzewelle 2015
انځور: picture-alliance/epa/F. Sivi

پدې ډول چي د احصائیو پر اساس د ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۰ م کال پوري په قلبي مریضو د اخته کسانو مړینه په متوسط ډول د ۱۰ څخه تر ۱۵ فیصدو پوري لوړه سوې ده . د المان دهواپیژندني دادارې– DWD مرستیال پاول بېکر وايی ، چي «په راتلونکي کي به د اقلیم د نور لابدلیدو په صورت کي موږ په جرمني کي د سختو او دوامداره گرمو څپو شاهدان یو .» دده په خبره «که موږ پر دې باندي کامیابه نه سو ، چي د هغه سره ځانونو ته مطابقت ورکړو ، نوبه ددغي پيړۍ تر اخره پورې د گرمۍ سره په ارتباط کي کسانو مړینه څلور برابره سی، خصوصأ هغه کسان چی د زړه په ناروغیو باندي اخته دي .»

دوامداره او سختي گرمي څپې د زړه او وینو ددوران سیسټم ته سخت زیان پيښوي . د رپوټ پر اساس دغه ډول څپې د مړینو پيښي هم لوړوي . خصوصأ زاړه خلک او هغه کسان چی په مزمنو ناروغیو باندي اخته دي ،د هغه څخه ډیر متأثره کیږي . د المان دچاپیریالي ساتني د ادارې مشره مارتین کراوټبیرگر وايی ، چی«په هغو ورځو کي چی هوا ډیر تغیر خوري ، یوه ورځ پورته بله کښته او یا په عین ورځ کي کښته پورته کیږي ، دډیرو منفي صحي عواقبو سبب گرزي .»ددې په خبره به«دا ډول ورځي او حالت په راتلونکي کي نور هم ډیر سي . ددې امله دا مهمه ده ، چي موږ د اقلیم سره ځانونه عیار کړو ، تر څو د هغه منفي عواقب د امکان تر حده پوري راکم کړو .» ددواړو ادارو په خبره مختلف امکانات موجود دي ، چي سړی د سختو گرمو څپو سره ځان عیار کړي . د انټرنیټ یا رسنی دلاری ځان د هوا د حالاتو سره عیار کړي . مهمه داده چي نه یوازي سړی د سختو گرمو څپو، بلکه د هوا د پورته کښته کیدو سره هم ځان عیار کړي .

د اقلیم د بدلون سره د عیارولو ستراتیژي

ددې لپاره ، چي د اقلیم د تغیر د روغتیايی منفې عواقبو سره په ښه ډول مقاومت وسی ، دواړو ادارې مشوره ورکوي ،چي صحي خواړه وخوړل سي او ډیر حرکات تر سره سي .خو دغه حرکات نه باید د سختي گرمۍ پر مهال وي . د الکهولو لږ څښل یا صرف نظر کول او د سگریټو نه سکول هم کولای سی ، خپل شخصی خطر راکم او په ښه ډول د هوا او اقلیم د تغیر سره ځان عیار سي .

DW.COM