دمشق: د بمې چاودنو به ترڅ کې ډیر کسان وژل شوي دي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبهاعلان
د سوریې په پلازمینه دمشق کې نن سهار د دوو قوي چاودنو ږغونه واوريدل سول. د دغه هیواد دولتي تلویزیون د ډیرې مرگ ژوبلې خبر ورکړی دئ او د بریدونو پړه ئې پر ترهگرو اچولې ده. دوی دغه اصطلاح د هغو پاڅون کوونکو له پاره کاروي چې د دولت پر ضد جنګیږي. همدارنګه په تلویزیون کې د هغو کسانو جسدونه هم ښکاره شول چې په موټرونو کې سوځېدلي ول.