دمشق ته نزدې یوې بمي چاودنې دوه تنه ټپیان کړي دي
۱۳۹۱ خرداد ۲۵, پنجشنبهاعلان
د پنجشنبې په ورځ د دمشق په شاوخوا کې د یوه روغتون مخې ته یو موټر بم وچاوديد. د خبري آژانسونو په حواله په دغه چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه ټپیان شوي دي.
دغه بم د موټرو په یوه تمځای کې د امام صدر د روغتون په مخ کې د سیده زینب روضې ته نزدې ځای پر ځای سوی وو. دغې روضې ته ډیر کسان له سوریې او نورو هیوادونو راځي.