1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دلمان د فوټبال اتحادیه باید ۲۵ زره یورو جریمه ورکړي

۱۳۹۱ تیر ۶, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15LNH

د لمان د فوټبال اتحادیه یا DFB باید د اروپا د فوټبال د اتلولۍ د لوبو پر وخت، چي جرمني د ډنمارک په مقابل کي لوبه کوله، د خپلو ځینو لیدونکو د ناوړه رفتار له امله ۲۵ زره یورو جریمه ورکړي. دغه خبره د اروپا د فوټبال اتحادیې یا UEFA په وارسا کي کړې ده. د دغه کار علت په لیمبرګ کي د جون د میاشتي پر اوولسمه نېټه د ډنمارک په مقابل کي هغه لوبه وه چي الماني مینه والو پټاکیو ته اور واچاوه او په ستودیوم کي یې ګډودي رامنځته کړه. همدارنګه د پرتګال سره په لوبه کي هم الماني لیدونکو له کاغذ څخه جوړي سوي لولې پر پرتګالي فوټبالرانو باندي غورځولي دي، چي د دې کار له امله هم باید دغي اتحاديې لس زره یورو جریمه ورکړې وای.