دلاوري: د کابل بانک موضوع حل شوه
۱۳۹۳ آبان ۱۴, چهارشنبهدلاوري له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې اوس د ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ میلیونو دالرو په ارزښت تثبیت شویو دارایي گانو د ترلاسه کولو له پاره محکمو او بهرنیو هیوادونو ته غوښتنلیکونو استول شوي دي. په هغو هیوادونو کې چې ورڅخه د مرستې غوښتنه شوې ده امریکا متحده ایالات هم شامل دي.
دلاوري ویلي دي: «نور نو دا مسله کوم مغلق جنجال نه دی.» هغه زیاته کړې ده: «څه چې شوې هغه شوې. موږ مسوول یو. اخیستونکي مسوول دي. هغه څه چې نه دي ترسره شوې، محکمې ته سپارل شوي دي او محکمه یې باید په اړه پریکړه وکړي.»
کابل بانک په ۲۰۱۰ کال کې هغه وخت ډیوالي شو چې سهمدارانو او نورو پوروړو یې خپل پورونه ادا نه کړل. د کابل بانک په قضیه کې د یو شمیر پخوانیو لوړ پوړو دولتي چارواکو نزدې خپلوانو ته گوتې نیول کیږ ي. په دغو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور، او د هغه د هغه مهال د لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم کورنۍ هم شامل دي.
له کابل بانک څخه په ۲۰۱۰ کال کې ټول ټال ۸۳۵ میلیونه ډالر ورک شول، چې پر بانکي سکتور باندې یې د افغانانو اعتبار ته سخت تاوان ورساوه.
افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د خپل کار له پیلولو سره سم، د کابل بانک د دوسیې د بیا پرانیستلو پریکړه وکړه او ویې ویل چې دغه دوسیه به د ۴۵ ورځو په جریان کې حل کړي. ډیر شمیر څارونکي د کابل بانک قضیې ته د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ولسمشر غني د آزموینې په سترگه گوري.