1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دكندهار دهلى بند بيارغول کېږی

۱۳۸۷ بهمن ۳۰, چهارشنبه

دغه بند چه دكاناډا هېوادپه مالي او تخنيكي مرسته بيارغول كيږى ، د كندهار زراعت او باغداري ته به نوره پراختياهم وركړي.

https://p.dw.com/p/Gwmb
انځور: DW/Aslami

هغه خبري ناسته چه پدي اړه د ولايتى بيارغونې يا PRT په مركزكښى جوړه سوي وه، دكاناډا هېواد استازي دخپلو خبرو په ترڅ كى وويل چه د دغى لويې او پراخى پروژي قرارداد امضا سو.
د هغه په وينا د دهلى د بند بيارغونه چه دكندهار د اوبولګولو د لويو پروژوڅخه شميرل كيږى چه د رغونى كاربه يې ژرتر ژره پيل سى اودغه بندوروسته تررغونى باغدارانو او كروندګروته به بيرته هغسى اوبه وركړي كوم چه څلويښت كاله مخكى دغه بند اوبه وركولى.

دكندهار د ابياري رئيس شيرمحمد عطايی چه د تيرو دريو لسيزو د ناخوالوله وجه هر سكتور زيانمن بولى، ولى وايی چه دولت دى ته ژمن دي ترڅوزيانمن سوي تاسيسات بيرته ورغوي خودده په ويناچه امنيتى ستونزي دي چه دبيارغونى لړي ئ له څه ځنډسره مخ كړيده.

د دهلى بند بيارغونه چه په كندهاركښى دآبياري په برخه كښى ترټولولويه اومهمه پروژه بلل كيږي دكاناډادهيواد داستازي په ويناددغه بند دبيارغونى ترڅنګ دشپږونوروپروژوبيارغونه هم شامله ده دهغه په ويناهغه پلونه پلچكونه اوسړك به هم ورغوو كوم چه دبند په امتداد يامسيركښى پراته دي.

هغه همدارنګه دخپلوتيرومرستويادونه هم وكړه هغه دبديل معيشت په پروګرام كښى پنځوزروبزګرانوته داصلاح سويوتخمونودوركولويادونه وكړه.
هغه وويل موږلس هاووبابه ښوونځى ودانى جوړي كړي چه اوس مهال يولكوشل زره ماشومان پكى زده كړي كوي اوپه راتلونكى كښى هم د رغونى نورپلانونه لرو.

ديادونى وړ ده د دهلى د اوبو بندچه څه زياتو كم پنځوس كاله مخكى جوړه سويده، اوس مهال د آبياري د متخصيصينوپه ويناچه پنځوس فيصده له رسوباتوڅخه ډكه سويده.اونسى كولاي چه كروندګر اوباغدارانوته دضرورت وړاوبه وساتى.