1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دفرانکفورټ د کتاب جايزه د« کوتري والوتې » کتاب واخيستله

۱۳۸۹ مهر ۱۶, جمعه

د اکتوبر د ۶څخه تر ۱۰ نیټې پوري د جرمني د فرانکفورټ په ښار کي د کتابونو کلنی نندارتون جوړیږي . دا د نړۍ تر ټولو لوی نندارتون دی، چي هر کال پکښي د ټولي دنيا څخه په زرهاو کتابونه ننداري ته ایښوول کیږي

https://p.dw.com/p/PZkp
د ۲۰۱۰ م کال د فرانکفورټ د کتابونو دنندارتون يوه برخه
د 2010 م کال د فرانکفورټ د کتابونو دنندارتون يوه برخهانځور: DW

سږ کال ددغه نندارتون میلمه هیواد دارجنټاین هیواد دی . په دې میله کي د کیسي د بیانولو ډيجیټل ډولونه هم وړاندی شوي او د کتابونو د خرڅلاو او رانیولو خبري هم پکښي کیږي، او ترټولو په زړه پوري داده چي سړی هر ډول کتاب دلته پيدا کولای شي.

دلته زر ټوکه کتابونه یوازي د« بوکس آف ارجنټاین» د نامه لاندي ننداري ته ایښودل سوي دي، چي په هغه کي د لاتیني امریکا د ادبیاتو ژباړي، پر سیاسي او تاریخي موضوعاتو کتابونه او د سفر لارښودونه شامل دي . پر دې سربیره به په 300 نورو پروګرامونو کي میلمه هیواد د فرانکفورټ او د ټولي نړۍ څخه راغلي د کتاب مینه وال د خپل کلتور او ادبیاتو سره آشنا کړي .

Frankfurter Buchmesse FLASH-Galerie
انځور: AP

د میلمه هیواد ولسمشره هم د کتابونو ددې میلې پرانستونکي غونډي ته راغلې وه . دې وویل:

« ارجنټاین خپل مخ نه پټوي او نه به یې پټ کړي . موږ تاریخ لرو، 200 کلن تاریخ چي هغه د بریاو او هم د شخړو ډک دی چي زمونږ لیکوالانو په ډیر ښه ډول بیان کړي .»

د فرانکفورټ د کتابونو په نندارتون کي دا ځل د 111 هیوادنو 7533 برخه اخیستونکو خپل کتابونه نندارې ته وړاندي کوي . دغه شمیره د پروسږکال کال څخه یو څه ډيره ده . او د المان د کتاب پلورني د اسهامو د ټولني له خوا ویل شوي چي د روان کال د پیل څخه دوی ډیر کتابونه خرڅ کړي دي . همدا ټولنه د 2005 میلادي کال راهیسي د فرانکفورټ د کتاب د نندارتون تر پیلیدو یوه شپه مخکي د الماني ژبي د کال تر ټولو ښه کتاب ته یوه جایزه هم ورکوي . دې ته د المان د کتاب جایزه ویل کیږی، هدف یې د الماني ژبي وده او په خارج کي دهغې مشهوره ول دي . دا چي دې جایزې په جرمني کي د یوې ادارې ځای خپل کړې، دا خبره په پراخ ډول د رسنیو د ګډون څخه څرګنده وه .

سږ کال دا جایزه په صربستان کي تولد شوی لیکوالي میلنډه نج ابونجي ته ورکړل سوه . د میلنډه کتاب چي د Tauben fliegen auf یعني د کوتري والوتي په نامه دی، د اروپا د ورستی ځوان تاریخ په اړه دی، او ورسره پکښي په سوسیالستي نظام کي د خلکو د سختيو، جنګ او په صربستان کي د هنګری د اقليتونو د ژوند انځور هم تر سترګو کیږي .

Logo Frankfurter Buchmesse 2010

دغه کتاب د ګڼو کلتورونو په منځ کي ژوند هم تشریح کوي او هغه ستونزي چي په څوکلتورونو کي ژوند کوونکو ته ورپيښي وي، بیانوي . په کتاب کي د هغي میني ذکر هم سوی چي لیکواله یې د الماني او هنګري ژبو سره لري .

د فرانکفورټ د کتابونو نندارتون هرکال څه نا څه 300000نندارچیان لري. او د ګرده دنياڅخه 10000 خبریالان په هغه کي ګډون کوي .

ګيزا/بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري