1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دفاع وزارت: طالبان مو پر شا تمبولي دي

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۵, پنجشنبه

د افغانستان د کورنيو او دفاعي چارو وزارتونه وايي چي پر سنگين ولايت باندي د طالبانو هجوم له ماته سره مخامخ سوی دی او په څو راتلونکو ورځو کي به دغه ولسولي له طالبانو څخه پاکه سي.

https://p.dw.com/p/1CQeh
انځور: DW/H. Hashami

د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ويندانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل، چي وسله والو طالبانو غوښتل چي سنگين ولسوالي په خپل کنترول کي راولي او له دغي ولسوالۍ څخه د هلمند پر نورو سيمو باندي بريدونه وکړي.

د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وويل: «د طالبانو يرغ په بشپړه توگه له ماتي سره مخامخ سوی دی او اوس زموږ عملیات پيل سوي دي. زموږ ټول ځواکونه په تصفيوي عملياتو باندي بوخت دي.»

د هلمند ولايت چارواکو ويلي دي چي په موسي قلعه، کجکي، نوزاد او سنگين په ولسواليو کي سخت جنگ روان دی. خو د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو وياندان وايي چي طالبان د دې توان نه لري چي د هلمند ولسوالۍ سقوط کړي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وويل چي په دغه يرغل پوليس وژل سوي او ۴۰ تنه نور ټپيان سوي دي. دوی دغه راز ويلي دي چي د مخالفانو هم په دغه جنگ کي په سونو کسان وژل سوي او ټپيان سوي دي.

پراخ عمليات

د دفاع وزارت وايي چي طالبانو غوښتل چي پر سنگين ولسوالۍ باندي په عراق د داعش وسله والي ډلي پېښې وکړي. دغه وزارت وايي چي تر دې دمخه طالبانو په لس کسيزه او پنځلس کسيزه ډلو يرغلونه ترسره کول خو اوس په سوونو جنگيالي يوځايي پر افغان امنيتي ځواک باندي يرغل کوي.

امنيتي چارواکي وايي چي افغان امنيتي ځواک کولای سي په يوازي سر بې له بهرنيو ځواکونو د وسله والو طالبانو په مقابل کي د هلنمد دفاع وکړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي: «ښه ده چي موږ د بهرنيانو و مرستي ته اړتيا نه ولرو. ځکه دغه ځواکونه بې له هغه هم په افغانستان کي د اوږدې مودې له پاره نه پاتيږي. دې ته اړتيا وه چي موږ د ناټو ځواکونو د مرستو بديل پيدا کړو چي له نېکه مرغه پيدا کړی مو دی.»

افغان امنيتي چارواکي وايي چي دوې ورځي دمخه تر ۸۰۰ زیاتو وسله والو طالبانو پر سنگين ولسوالۍ باندي يرغل وکړ چي په دې که نه يوازي افغان طالبان ول، بلکي د چيچنيا جنگيالي، عربان، ازبکان او پاکستاني چنگيالي هم شامل ول.

انساني سپر

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چي طالبانو د خلکو په کورونو کي سنگرونه نيولي دي او د افغان امنیتي ځواک په مقابل کی له انساني سپره کار اخلي.

عظيمي وويل: «دښمن له ملکي خلکو د سپر په توگه کار اخلي. د دې دليل چي جنگ دوې درې ورځي اوږد سوی دی، موږ احتياط کوو چي ملکي تلفات نه ولرو. هغوی په نوزاد ولسوالۍ کي د خلکو کورونو ته ور ننوځي او زموږ پر ځواکونو باندي فيرونه کوي.»

د افغانستان په ولسه جرگه کي بيا د هلمند استازو ويلي دي چي پوليسو او عسکرو په نه همږغۍ سره عمليات کړي دي، خو د دغه وزارتونو وياندانو وويل چي دوی يو له بل سره په بشپړه توگه همږي دي.