دفاع وزارت د فساد په تور نژدې ۱۴۰۰ کسان ګوښه کړي دي
۱۳۹۶ فروردین ۱۰, پنجشنبهد افغانستان د دفاع وزارت مرستیال جنرال حلال الدین حلال، چې د نوي رامنځ ته شوي شفافیت کمېسيون مشر هم دی، د پنجشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته وویل چې اوس مهال ۲۰۴۲ کسان تر قضایي څیړنو لاندي دي. لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې د هغو کسانو له ډلې څخه چې تر څیړنو لاندې دي، څومره یې نیول شوي دي.
پر دې سربیره د یو شمیر جنرالانو په ګډون د ملي دفاع وزارت ۱۳۹۴ تنه کارکوونکي له دندو ګوښه شوي هم دي.
د ګوښه شویو او تر څیړنو لاندي کسانو له ډلې څخه یو شمیر یې په اداري فساد، د دندې په بریښودو او له دندې په تیښته تورن دي. پر دې سربیره له صلاحیته ناوړه ګټه اخیستنه، په دنده کې غفلت، غلا، د وسلو او ډوډۍ پلورل او د سرتیرو په معاشونو کې درغلۍ کول هم پر دغو کسانو باندي په لګیدلو تورونو کې شامل دي.
د تورونو کسانو په ډله کې په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو مشر جنرال منیر فقیر، هم شامل دی چې د دوشنبې په ورځ ونیول شو.
د افغانستان په پوځ کې له اداري فساد سره مبارزه له دې کبله هم ډیره مهمه بلل کیږي چې د فساد په کمېدو سره کیدای شي له پوځ څخه د تلونکو سرتیر شمیر راټیټ شي.
ځيني کارپوهان وایي چې د افغان ځواکونو په منځ کې د تلفاتو او له پوځ څخه د بیلیدو د لوړې کچې یو لوی لامل خرابه رهبري ده.
زموږ له ارشيف څخه: