1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دفاع وزارت:په نهو ولسواليو کي ټاکني نه تر سره کيږي

۱۳۸۹ شهریور ۲۴, چهارشنبه

په داسي حال کي چي د راتلونکي شنبې ورځي ټاکنو ته شاوخوا نيم مليون کورني او بهرني سرتيري د تيارسي په حال کي دي، امنيتي چارواکو نن وويل چي په نهو ولسواليو کي به ټاکني نه تر سره کيږي.

https://p.dw.com/p/PCW3
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيميانځور: AP

د ملي دفاع وزارت د اوپراسيون مشر جنرال افضل امان وايي چي د ملک په ۳۲ ولايتونو کي يي د ټاکنو د امنيت لپاره د همږغۍ مرکزونه رامنځ ته کړي تر څو ټاکني خوندي کړي خو د هلمند، کندهار، زابل، غزني، نورستان او پکتيا په يو شمير ولسواليو کي به انتخابات په قطعي توګه نه تر سره کيږي.

جنرال امان نن په کابل کي د يوې خبري غونډي پر مهال د هغو ولسواليو نومونه چي وګړي به يي د ټاکنو له حق څخه محروم پاته سي ياد کړل.

«د نورستان کامديش، د غزني ناوه، د زابل خاک افغان، ميانشين اوغورک په کندهار او هلمند کي، باغران واشير او ديشو ولسوالۍ دي، چي حکومت ورباندي ولکه نه لري او نه به د نا امنۍ له کبله ټاکني پکښي تر سره کيږي».

په دغه خبري غونډه کي د ايساف ځواکونو عملياتي مرستيال ډګرمن وين ويتلرهم له کورنيو سرتيرو خپل پوره ملاتړڅرګند کړ.

هغه وويل چي دوی به رايه ورکونکو او د رايو مرکزونو ته د طالبانو د زيان رسولو مخه نيسي، او په ټوله کي به ګڼ مليتيزه ځواک ملاتړ کونکي رول ولري.

ډګرمن وتلر زياته کړه چي قواوي به يي په بيړنيو حالاتوکي له افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

« ايساف ځواکونه چمتو دي چي په بيړنيو حالاتو کي له افغان کورنيو ځواکونو سره مرسته وکړي، د ټاکنو په ورځ به افغان دولت د ايساف ځواکونو له هوايي او ځمکني ملاتړ څخه برخمن وي».

د افغان او بهرنيو ځواکونو د چارواکو دغه څرګندوني په داسي حال کي راځي چي د شنبې په ورځ افغانانو د ټاکنو د صندوقونو په لور روانيږي.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي هم وويل چي په ټول افغانستان کي دوی د ۹۳۸ انتخاباتي مرکزونو امنيت نه سي ټينګولای.

خو په سلګونو زره سرتيري به د فعالو مرکزونو امنيت خوندي کړي.

«شاوخوا ۱۴۰ زره د ملي اردو سرتيري، له سلو زرو ډير افغان ملي پوليس، او همدا راز په لسګونو زره د ملي امنيت کسان د ۱۵۰ زره د ناټو سرتيري به هم له دغو سرتيروڅخه ملاتړ کونکي رول ولري».

د مهال ويش له مخه به د شنبې په سهار اوه بجې انتخاباتي مرکزونه پرانيستل کيږي او د ورځي تر څلورو بجو به د رايه ورکونکو پر مخ پرانيستي وي.

د سياسي چارو کارپوهان په دي اند دي چي که څه هم دولت ضد وسله والو افغانانو ته په ټاکنو کي د نه ګډون متواتر ګواښونه کړي خو دا به د ټاکنو د ورځي په ورستيو کي معلومه سي چي په ريښتيا هم رايه ورکونکي د مخاليفنو له ګواښونو ډار سوي که څنګه.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل