دغه ښارونه په رشتيا په اوسېدو ارزي
يوې څېړني هغه لس ښارونه چي په اوسېدو ارزي انتخاب کړي دي چي پکښي آلماني ښارونه هم شامله دي. خو د آلمان پلازمېنه پکښي نه ده شامله.
مونشن
د آلمان د بايرن ايالت لوی ښار مونشن په قدرتي منظرو کي پروت يو ښار دی. د مېرسر په نوم مشورتي ټولني مونشن د همدې خصوصيت له کبله څلورم د ژوند وړ ښار ټاکلی دی.
نړيوال او سيميز ـ يوه بريا
تر لويو ونو لاندي يخ مشروبات او تر چينايي څلي لاندي د ځايي خلکو او سېلانيانو بانډارونه. دا هغه تصور دی چي نړۍ يې د مونش په هکله لري.
امنيت، ساعت تېری او خوندي طبيعت
د دغې څېړني په ترڅ کي په ۲۳۰ لويو ښارونو کي د ژوند کولو کيفيت ارزول سوی. د ارزوني له پاره ۳۹ معيارونه په پام کي نيول سوي ول چي پکښي طبي خدمات، ترافيکي آسانتياوي، چاپيريال يا طبيعت، امنيت او سياسي ټيکاو د يادولو وړ دي. د مونشن د اکتوبر مېله د دغه ښار له پاره مثبتي نمرې لرلي دي.
دوسلدورف ـ د زړو او عصري ودانيو ښار
د آلمان په دوسلدورف ښار کي د زاړه ښار تنګي کوڅې پر ځای پاته دي. خو پکښي د ګېهري مهندس دغه ډول عصري ودانۍ هم جوړي سوي دي. دغه ډول عصري ودانيو د دوسلدورف په منځ کي د بهېدونکي راين سيند غاړه نوره هم په زړه پوري کړې ده.
فرانکفورت ـ نه يوازي يو تجارتي مرکز
فرانکفورت يوازي د بانکونو او تجارتي شرکتونو ښار نه دی. دغه ښار له څو لسيزو راهيسي په دې هڅه کي دی چي خپل نور خصوصيتونه هم نړۍ ته ور وپېژني. په دغه ښار کي د ګډ اوسېدو له پاره ډېر په زړه پوري ځايونه سته.
د ماين سيند دواړي غاړي
د فرانکفورت په شمالي برخه کي ستره کليسا او هسکي ودانۍ واقع دي. د دغه ښار په سويلي برخه کي بيا ډېر موزيمونه او رستورانتونه ځايي او بهرني مېلمنو ته ښه راغلاست وايي.
د فرانکفورت ښاروالۍ تاريخي ودانۍ
د فرانکفورت ښاروالۍ تاريخي ودانۍ د دغه ښار له دلچسپو ځايونو څخه يوه ده. د څېړني له مخي په فرانکفورت ښار کي ښاري خدمات، کم جرايم او ښه ترافيکي لاري د دې سبب سوي دي چي فرانکفورت د ژوند وړ په لسو ښارونو کي ځای پيدا کړي.
برلين، څوارلسم ځای لري
د برلين زيات اوسېدونکي د خپل ښار په هکله فکر کوي چي د مځکي پر سر تر ټولو ښه ښار دی، خو د څېړني په ترڅ کي دغه ښار په لومړيو لسو غوره ښارونو کي نه دی ټاکل سوی. دا چي برلين يوازي څوارلسم ځای خپل کړی دی، وجه يې ترافيکي ګڼه ګوڼه او بندښت او په همدې ډول د جرايمو لوړه کچه بلل سوې ده.
په لومړيو سلو ښارونو کي
د څېړني په ترڅ کي د آلمان څلور نور ښارونه په لومړيو سلو غوره ښارونو کي شمېرل سوي دي. هامبورګ ښار په ۱۶ ځای ، شتوتګارت پر ۲۱، نيورنبېرګ پر ۲۵ او لايپڅيګ ۵۹ ځای نيولی دی.
لومړی مقام ويانا گتلی دی
که څه چي د آلمان ښارونو په دغه څېړنه کي په غوره ښارونو کي راغلي دي خو په لومړيو درو غوره ښارونو کي د آلمان يو ښار هم نه دی شامل. د اتريش پلازمېنه ويانا لومړی مقام، د سويس زيوريخ ښار دويم مقام او د نويزيلاند د آولند ښار دريم مقام گټلی دی.
د پای له خوا اول
څوک به په داسي ښار کي اوسېدل وغواړي چي ورځنی ژوند يې د بحرانونو او جګړې سره تړلی وي؟ د اوکراين پلازمېنه کيف ۱۷۶ نمبر او د عراق پلازمېنې بغداد تر ټولو وروستی راغلی دی. بغداد حتی د مقام په لحاظ د ليبيا د دمشق څخه لس درجې کښته ځای نیولی دی.