1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«دغه ناورينونه بايد پای ومومي»

دویچه ويله/ نسيم صابر۱۳۹۱ آذر ۲۷, دوشنبه

بارک اوباما د ولسمشر په توگه هغه ښوونځی ته ورغئ چي عام وژنه پکښې وشوه. هغه هلته د يو پلار په صفت خبرې وکړې او د عام وژنې د ۲۷ قربانيانو په اړه يې په انتقادي ډول خبري وکړې.

https://p.dw.com/p/173gK
انځور: picture-alliance/dpa

«ماشومان په امريکا کې لا زيات مصونيت ته اړتيا لري.» ټول بايد دا پوښتنه وکړي چې آيا د امريکايي ماشومانو د امنيت په برخه کې په کافي ډول تلاښ کيږي، که څرنگه؟ دغه خبره ولسمشر اوباما وکړه. هغه وويل ده هم له ځان سره دغه سوال مطرح کړی دی چې جواب يې «نه» دی. سربېره پر دې دا لومړۍ پېښه نه ده.

اوباما زياته کړه چې د امريکا متحده ايالاتو د خپلو ماشومانو ساتنه په کافي ډول نه ده کړې چې له امله يې بايد تغييرات راوستل شي. له هغه وخت راهيسې چې دی د امريکا ولسمشر شوی دی، دا څلورم ځل دی چې داسې يوه خونړۍ پېښه رامنځ ته کيږي، چې د ده په خبره، «د زغملو نه ده چې دغسې پېښي دې ورځنۍ بڼه غوره کړي.»

بې له دې چې د وسلو له قانون څخه يادونه وکړي، اوباما له ټولو سياستوالو څخه د نويو اقداماتو غوښتنه وکړه او ويې ويل:

«موږ د يوه ملت په توگه په رښتينې توگه ويلای شو چې خپل مسئوليتونه مو درک کړي دي؟ موږ په ډاډ سره ويلای شو چې خپل ماشومان له ضرر څخه په امن کې ساتو؟»

اوباما وويل چې دی به په ټول قوت سره دې ته کار کوي چې بدلون راشي. په يوه جمله کې يې موضوع داسې راونغښته چې «دغسې خونړۍ پېښي بايد پای ومومي، او د هغوی د پای موندلو له پاره بايد موږ پخپله بدلون ومومو.» په دې ترڅ کې يې زياته کړه:

«آيا موږ ويلای شو چې په رښتيا سره د دغه هېواد ماشومانو ته د دې امکان ورکوو چې ورته لازم دی؟ هغه دا چې خپل ژوند د خوشحالۍ او ښو اهدافو په رڼا کې تېر کړي. ما په دې هکله په تېرو ورځو کې فکر وکړ او که رښتيني واوسو، نو جواب يې «نه» دی. موږ په کافي ډول کار ورته نه کوو او بايد بدلون راولو.»

گډ وير

وژل سوو کوچنيانو ته د کريسميس وني ايښوول کيږي.
وژل سوو کوچنيانو ته د کريسميس وني ايښوول کيږي.انځور: picture-alliance/dpa

کله چې ولسمشر د وژل شويو ماشومانو نومونه لولي، په ټول تالار کې د خلکو سلگۍ اورېدل کيږي. اوباما ماتم کوونکو ته دا هم وايي چې دوی د شلو گلالي ماشومانو او شپږو تکړه لويانو د ماتم له پاره راغونډ شوي دي، چې په داسې يو مکتب کې ووژل شول چې کېدای شوای د امريکا هر بل مکتب هم وای. د نېوټاون ښار يوازي نه دی او خلکو پکې پر يو بل باندي له دغه ناوړه عمل سره سره ښه پام کړی دی.

د گډ وير په مراسمو کې د قربانيانو، معلمانو او پوليسو په شمول، ژغورونکو هم برخه لرله، چې د عام وژنې تر جنايت وروسته يې خپل ماموريت تر سره کړ. ډېر خلک يو بل په غېږ کې نيول او ډاډ يې ورکاوه. د بېلابېلو مذهبونو راهبان هم حاضر ول، چې د نورو تر څنگ پکې د وير يهودي او اسلامي سندري يا ستينې وويل شوې.