1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دغزې د جنګ په باب د امنسټي انټرنيشنل رپوټ بايدنتايج ولري

۱۳۸۸ تیر ۱۲, جمعه

امنسټي انټرنيشنل په خپل وروستي رپوټ کښي اسراييل او د حماس غورځنګ دغزې دنيم کال دمخه جنګ کښي په جنګي جنايتونو او د بشر د حقوقو څخه په سرغړونو تورن کړيدي ...

https://p.dw.com/p/IglF
د غزې د جنګ پر وخت اسراييلي عسکر جنګي مهمات آماده کوي
د غزې د جنګ پر وخت اسراييلي عسکر جنګي مهمات آماده کويانځور: picture-alliance / dpa

په واقعيت کې ددې لپاره چې سړی پوه شي، چې په تير ډسامبر او جنورۍ کې د غزې په تړانګه کې د اسراييلو پوځي عمليات نه پرتله کيدونکي وو، دغه رپوټ ته اړتيا نه لري . دا د يرغل په وخت کې د هغو ژورناليستانو په ټلويزيوني تصويرونو او رپوټونو کې په واضح ډول وښودل شول چې د ننوتو اجازه نه ورکول کيده .

لا هغه وخت اسراييلو ونشو کړای چې د نړيوالو رسنيو له محدودولو سره سره د خبرونو په پوره بندولو بريالي شي .

او په دې ډول ليوالو خلکو وکولای شول د تصويرونو او عيني شاهدانو د څرګندونو پر بنسټ په دې باب معلومات لاسته راوړي چې د غزې په تړانګه کې د اسراييلو د 22 ورځني يرغل په ترڅ کې څه تيريدل .

خو لا يرغل پای ته نه وو رسيدلی چې د اسراييل - فلسطين لانجې ته ليوالتيا له منځه ولاړه، او د غزې د تړانګې اوسيدونکي هير شول .

څوک په دې پوهيږي چې تر ننه پوري د اسراييلو لخوا نړيدلي کورونه نسي جوړيدلای، ځکه چې اسراييل د غزې تړانګې ته د ساختماني موادو د ورتلو مخه نيسي .

څوک پوهيږي چې په غزه کې د ورځوورځو راهيسې قهوه نسته، ځکه قهوه د لومړنيو ضروري خوراکي توکو په ډله کې چې اسراييل يې د غاښونو په چيچلو ورپريږدي، نه راځي . څوک پوهيږي چې د فلسطين سوداګر نه د لوبو د سامان، نه د کتابونو، نه د يخچالونو او نه د کالو مينځلو د ماشينونو د توريد اجازه لري .

يوازې لږ کسان په دې ځان پوهوي چې په غزه کې1,5 مليون تنه په يوه ستر محبس کې اوسيږي، له عادي بنديانو سره په توپير،خو له مناسب خوراک او روغتيايي مرستو پرته .

Gaza Stadt Rauch steigt auf Israelische Militäroperation im Gaza-Streifen Überlagernde Grafik Amnesty International
انځور: AP/DW-Grafik

ددغه خبرو د په نظر کي نيولو سره ښه دی چې د امنيستي انترنشنل رپوټ اوس وړاندې کيږي او يووار بيا پاملرنه غزې ته اړوي . د بشري حقونو دغه سازمان په ډاګه پتييلې ده چې دواړو خواوو اسراييل او حماس جنګي جرمونونه کړيدي، او دا چې دواړو خواوو د جګړې انډول او نړيوال بشري حقونه نه دي مراعات کړي .

په يوه لوي توپير سره داچه په اسراييلو کې د 3 تنو ملکي وګړو د وژل کيدو په مقابل کي 1400 تنه فلسطينيان وژل کيږي چې د هغو ډيره برخه بې وسلې وه .

دا ځل بايد رپوټ همداسې ساده په دوسيه کې کښينه ښودل شي . هغه بايد يوه پايله ولري . دغه 117 مخيز سند چې د شاهدانو زړه بوږنوونکي رپوټونه لري، يو له ډيرو څيړنو څخه دی چې د يوې نړيوالي خپلواکې مرستندويي ټولني لخوا وړاندې کيږي .

په همدې اونۍ کي د هيومن رايټس واچ يا د بشري حقونو د ساتني ټولني د مډرنو او دقيقو وسلو په وسيله د بې ګناه ملکي کسانو د وژنې رپوټ خپور کړ، او سره صليب هم د غزې په تړانګه کې د ناوړه وضعيت له امله د بيړنيو مرستو غوښتنه وکړل . خو دغو ټولو خبرداريواو د خطر اعلانولو هيڅ اغيزه نه ده کړې . نه د وعده شويو مرستو پيسې تر اوسه رسيدلي او نه هم د غير انساني جګړې او د ملکي کسانو د وژنې مسؤلين محکمې ته کاږل شويدي .

او کله چې د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير په نژدې راتلونکې کې يو وار بيا منځني ختيځ ته سفر وکړي، نو بيا به هم لکه د تل په شان خپله لاره چپه او د غزې له خوا څخه به تير شي .

بيټينا مارکس/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکي : محمد قاسم نوري