دعشق او شهرت بريالی پيوند: د هاليووډ دوامداره ودونه
د هالیوود د فلمي نړۍ سره د تړاو لرونکو ودونه ډیر دوام نه کوي. خو له دوی څخه داسې د ګوتو په شمیر مشهور هنرمندان هم شته چې له ډیر زیات شهرت سره سره هم توانیدلي د خپلې ښځې او یا میړه سره خوشاله ژوند ولري.
جف او سوزن بریجز د Rancho Deluxe فلم د جوړولو پر وخت یو له بل سره آشنا شول. سوزن هغه وخت په یوه نزدې پرته کافي خانه کې کار کاو. دوی په ۱۹۷۵م کال کې واده وکړ او د درو لوڼو په درلودو سره یې ګډ خوشاله ژوند دوام پیدا کوي.
ستیون سپيلبیرګ په ۱۹۹۱م کال کې د کیت کپ شاو سره واده وکړ. دوی دواړه هم سره د «ایندیانا جونز او د مرګ معبد» فلم د فلمبردارۍ پر وخت بلد شوي ول. دوی اووه زامن لري چې دوه یې فرزندي اخیستي دي.
ټام هینکس او ریتا ویلسن په ۱۹۸۸م کال کې واده کړې. دوی دواړه دوه زامن لري خو هنکس د خپلې مخکنې میرمن څخه دوه زامن درلودل. ټام هنکس د هغې مینې له کبله چې د رینا ویلسن سره یې درلودله، خپل مذهب بدل کړ او د لویدیڅې ارتدوکس کلیسا پيروري یې غوره کړه.
کلې پرستن او جان تراولتا د ۱۹۹۱م کال راهیسې سره یوځای دي. دوی دوه زامن او یوه لور لري. مشر زوی یې په ۲۰۰۹م کال کې د ۱۶ کلنې په عمر مړ شو.
کالین فرس په ۲۰۱۱م کال کې د «پاچا د خبرو» فلم له پاره د اسکار جایزې د ترلاسه کولو پورې خپل شخصي ژوند له عمومیت څخه پټ ساتلې وو. خو د دې جایزې د ترلاسه کولو وروسته دی او میرمن یې د ژورنالستانو د څانګړې پاملرنې مرکز وګرڅيدل. د نوموړي میرمن لیویا په خټه اېتاالوۍ ده او په ۱۹۹۸ م کال کې یې له ده سره واده وکړ. دوی دوه رامن لري او استوګنه یې په اېتالیا او برېتانیا کې ده.
ویل سمت او جیدا پینکت په ۱۹۸۷م کال کې سره واده وکړ او درې زامن لري.
وارن بیتي تر هاغه وخته چې د آنت بنینګ سره آشنا شي، په هالیوود کې د ښځو د زړونو ماتونکي په نامه مشهور وو. خو د بنینګ سره په آشنا کیدو نوموړې د خپله مینه وموندله. دوی په ۱۹۹۲م کال کې ښځه او میړه شول او اوس څلور زامن لري.
ګولدي هاون او کرت رسل چې تر اوسه یې لا واده کولو ته غاړه نه ده ایښي، د ۱۹۸۳م کال راهیسې سره ګډ ژوند کوي. ګولدي هان د رسل سره د آشنا کیدو تر مخه دوه وارې واده کړې وو او دوه زامن یې درلودل. دوی دواړه هم اوس یو زوی لري او وايي چې نه غواړي د عشق دغه پيوند یې د واده پر پيوند بدل شي.
کیرا سیجویک او کوین بیکن له ۱۹۸۷م کال راهیسې یوځای دي. دوی دوه زامن لري چې د خپل مور او پلار په څير د سینما په صنعت کې په کار بوخت دي. شاید د دوی د اوږد واده کړي ژوند علت دا وي چې دواړو په خپل کاري ژوند کې یو ډول لوړې او ژورې درلودلي.
کاترین سیتا جونز او مایکل داګلاس د هالیوود مشهوره واده کړې جوړه ده. دوی چې د عمر تقاوت یې ۲۵ کاله دی، په ۲۰۰۰م کال کې یې واده وکړ او اوس دوه زامن لري. د دواړو شریک ژوند ډیرې لوړې ژورې درلودلي چې له دې څخه یې یو د مایکل داګلاس په سرطان اخته کیدل وو. نوموړې اوس په بشپړ ډول روغ شوی. سیتا جونز هم ډير وخت د رواني ستونزو له امله په روغتون کې بستر وه.
مریل ستریپ او دان ګامر له ۱۹۷۸م کال راهیسې تر نن ورځې خوشاله واده کړې ژوند لري. ګامر مجسمه ساز دی او مریل ستریپ د هالیوود د درنو او مشهورو ښڅینه هنرمندانو څخه یوه ده. دوی څلور رامن لري.
دستن هوهمن او میرمن یې لیزا له ۳۶ کالو راهیسې سره یوځای دي. دواړو په ۱۹۸۰م کال کې واده وکړ. لیزا د حقوقو په برخه کې لوړې زده کړې کړي او له دستن هوفمن څخه ۱۷ کاله کشره ده. دوی دوه زامن او دوه لوڼې لري.
۶۱ کلن ډینزل واشنګټن د پاولتا واشنګټن سره چې ۶۵ کلنه ده، په ۱۹۸۸م کال کې د «ویلما» په نوم فلم د جوړولو پر وخت آشنا شو. دوی په ۱۹۸۳م کال کې واده وکړ او څلور زامن لري.