1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دعراق دجګړې پنځه کلن بيلانس د امريکايانو دپاره ډير تريخ ښکاري

۱۳۸۶ اسفند ۲۸, سه‌شنبه

په سپينه ماڼۍ کي جمهورريس جورج ډبليو بوش يوازي پاته دی، او ډيرملګري يي چي یووخت له ده سره وه، اوس هغوي مخ ځني اړولی او لکه هسي چي ښکاري دی خپل د کار د مودې پای همدا اوس چي لس مياشتي يي پاته دي، ويني.

https://p.dw.com/p/DTtw
دعراق جګړه د بوش دزمانې هغه ميراث بلل کيږي چي تر ډيري مودې پوري به د امريکايانو دپاره ډير سرخوږی او لانجې رامينځ ته کړ
دعراق جګړه د بوش دزمانې هغه ميراث بلل کيږي چي تر ډيري مودې پوري به د امريکايانو دپاره ډير سرخوږی او لانجې رامينځ ته کړانځور: AP

د Weekly Standadard په نامه پاڼه چي دنوي محافظکارانو يوه پاڼه ده هم د بوش دکار دوره يي یوه ناکامه دوره بللې. دغه ټوله مساله او ماته دعراق په جګړې پوري تړلې ده. که څه هم د امريکا دمتحده ايالتونو دجمهوري رياست مرستيال ډيک چيني په عراق کي د زور زياتيو دکمېدلو څخه خبري کوي او پخپله جورج ډبيلو بوش وای چي عراق د ډيموکراسۍ او ثبات په لور ګامونه اخلي خو اصلي خبره دا ده چي دعراق دخونړيو پيښو پای لا ندی څرګند. د امريکا دمتحده ايالتونو دجمهوري رياست دپاره د دغه هيواد د ډيموکرات دګوند کانديدان وايي چي دوی به دعراق جګړه پای ته ورسوي خو دا چي دغي موخي ته به څنګه دوی ورسيږي پخپله يوه ډيره پېچلې پوښتنه ده.

د ډيرو کارپوهانو په عقيده دعراق جګړه د بوش دزمانې هغه ميراث بلل کيږي چي تر ډيري مودې پوري به د امريکايانو دپاره ډير سرخوږی او لانجې رامينځ ته کړ.