1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دطالبانو او نورو پاڅيدونکو سره دسولي دخبرو طرحه

۱۳۸۷ مهر ۲۹, دوشنبه

دا يوازي آوازې ندي چي د طالبانو او افغان حکومت د استا‌زو ترمنځ د سولي د خبرو لپاره د يوې ستراتيژي طرحي وړانديز سته،چي طراحان يې پاکستانی احمد رشيد او امريکايي بار آرنت روبين دي

https://p.dw.com/p/Fdc3
د طالبانو د وخت د بهرنيو چارو وزير وکيل احمد متوکيل
د طالبانو د وخت د بهرنيو چارو وزير وکيل احمد متوکيل

دغه خبرو ته ځکه اړتيا لیدل کيږي، چي دکرزي، له حکومت څخه دملاتړ څپې ورځ په ورځ راټيټيږي.نو د امريکا دمتحده ايالتونواستخباراتي څانګي دې عقيدې ته رسيدلي دي چي دطالبانو دهغه کړيو سره په تماس کي سي چي غواړي دالقاعدې له سازمان سره اړيکي وشلوي.

داچي په دې اړوند څه بايد وسي، پاکستانی ليکوال احمد رشيد او دنيويارک پوهنتون استاد پوهاند بارنت آرت روبين، چي دسيمي په اړه ددوی نظرپه واشنګټن کي په خاص درنښت سره اوریدل کيږي،د « لويي لوبي څخه تر لويي چنه وهلو » تر سرليک لاندي د« فارين افيرز » په معتبره څېړونکې اوه نيزه کي په دې اړه يوه مقاله خپره سوې ده .

په داسي حال کي چي ددغه ستراتيژۍ په اصطلا تخم اوس پاشل سوی دی،د امريکا راتلونکی ولسمشر که بارک اوباما وي اوياجان ميک کېن، په قوي احتمال سره به دوی ته د امريکا دمتحده ايالتونو ددفاع داوسني وزير روبرت ګېټس اودمرکزي پوڅي هډې قوماندان جنرال ډويډ پتريوس، له خوا داتوصيه وسي چي ددغي ستراتيژيکي طرحي څخه دي ديوې اغیزه مني وسيلې په توګه په افغانستان کي،چي د 7 کالو راهيسي دترهګرۍ پر ضد جګړه روانه ده، وسولي او ثبات ته د رسيدولپاره کار واخلي.

ښايي دوی به د امريکا دراتلونکي ولسمشره څخه ددې غوښتنه وکړي چي دی بايد په سيمه کي ديوې پراخي ډيپلوماسۍ له لاري هڅه وکړي چي پاکستان ته ددغه هيواد دراتلونکي امنيتي انديښنو په هکله ډاډ ورکړي چي ددغه هیواد امنیتي وضع به خوندي وي. او هند چي دپاکستان پخوانی دښمن بلل کیږي،بايد دکشمير په مساله کي داسي یو سياست غوره کړي چي پاکستان دهند له لوري ديوه خطر احساس ونه کړي.

دهغه ورځي راهيسي چي په افغانستان کي دطالبانو رژیم دځواک له مسنده څخه را پرزول سوي دي دپاکستان حکومت ته دا انديښنه پيدا سوې، چي دغه هیواد به هم دهند او هم په راتلونکي کي دافغانستان له خوا تر تهديد لاندي وي.

له بله پلوه کوم پاڅون او نا آرامۍچي په افغاسنتان کي په تيره بیا دپښتنو په سیمو کي لیدل کيږي هم دسیمي دکار پوهانو او د اتلانتیک د آپلو دکارپوهانو په آند به،تر هغه وخته پوري پای ته ونه رسیږي چي د اسلام آباد حکومت پخپلو سیموکي طالبانو او ددوی پلويانو ته دپناه او ځای ورکولو څخه لاس وانه خلي.

په داسي حال کي چي په افغانستان کي دناټودځواکونو ستر امریکايي قوماندان ډيويډ ميک کيرنان، وايي، چي ناټو بايد افغانستان ته 15000 نور عسکر واستوي، احمد رشيد او امريکايي پوهاند روبين، د امريکا دحکومت د ترهګرۍ پر ضد د جګړې پر اوسنۍ تګ لاري باندي نیوکي کوي او وايي چي د امريکا متحده ايالتونه بايد دترهګرۍ پر ضد په جګړه کي خپله ستراتيژي داسي بدله کړي چي دوی بايد د هغه اسلامي ډلو ترمنځ چي دخپلو سيمه ايزو موخو دپاره مبارزه کوي او هغه اسلامي تندلارو ډلو ترمنځ چي د امريکا دمتحده ایالتونو او دهغوی دمتحدینو پرضد جنګيږي، تو پير وکړي. او امريکايان بايد دهغه اسلامي ډلوسره چي د القاعدې د نړیوال اسلامي تروريستي سازمان سره غواړي اړيکي وشلوي دخبرو او روغي جوړي لاره غوره کړي.