1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دسولي جرګه پای ته ورسيدل ، خو د سولي لار لا ډيره اوږده ده

۱۳۸۹ خرداد ۱۴, جمعه

هغه چی نن جمعه پای ته ورسيدل ،دجرگې 1600 استازو دافغانستان حکومت ته ددې سپارښت کړيدی ،چي د ولس په نامه دي دطالبانو دلارښونکو مشرانو سره دسولي دامکاناتو په هکله خبري وکړي

https://p.dw.com/p/NiOI
انځور: AP

خو داچي نتيجه به يې څه وي په دې هکله ددويچي ويلي دآلمان غږ دراډيو او دانترنيت دپښتو اودري څانګي مشر رتبيل آهنګ شامل يوه تبصره کړې او ليکي چي :

يو ځل بيا په کابل کي ديوې جرګې غونډه پای ته ورسيدل او دغي جرګې هغه څه کړي چي برحال حکومت له دوی څخه غوښتي دي . په دې مانا چي دوی دحکومت پروړانديزونو باندي دولس دارادې نوم ايښی دی .

اوس بايد دافغانستان حکومت دجرګې يا په اصطلا په بله ژبه دولس په نامه دطالبانو او دګل البدين حکمت يار په مشري دحزب اسلامي له ډلو سره دی دسولي دپاره لاري چاري او امکانات ولټوي .او دنړيوالي ټولني څخه ددې غوښتنه شوې چي دهغه افرادو سياسي او حقوقي امنيت وساتي چي غواړي دافغانستان له حکومته سره يوځای شي .

له بله پلوه دتندلارو ډلو څخه ددې غوښتنه شويده چي دولس په مقابل کي دزور زياتيو څخه کار وانخلي او دطالبانوڅخه ددې غوښتنه هم شوې چي دالقاعده له سازمانه خپل هرډول تړاو وشلوي اودخپلو مشروع غوښتنواو پلانونو په هکله له حکومته سره خبري وکړي .

ولسمشر حامدکرزي څه نا څه دپنځو کلونو څخه را پديخواڅو څو واري دا هڅه کړې چي دطالبانو سره ديوې دوامداري سولي په هکله خبري وکړي ،خو تر اوسه کرزي په دې لاره کي کوم بری ندی ترلاسه کړی .خو دده له دغه نظره څخه چي دطالبانو سره دي سوله وشي ، نه په هيواد کي دننه او نه له هيواد څخه دباندي چنداني زيات پلويان درلودل . خو اوس کرزی خپل دې موخي ته ورسيد .

Ratbil Shamel
دډويچي ويلي آلمان ږغ راډيو او انترنيت دپښتو اودري څانګي مشر رتبيل آهنګ شاملانځور: DW

دافغانستان ولس دجګړې څخه ستړی شوی او له ديرشو کلونو جګړو او کورنيو جګړو څخه ولس بل څه تمه نلري ، پرته له دې چي په سوله او ثبات کي ژوند وکړي . نه دامريکا متحده ايالتونه او نه دهغه ملګري په دې تيرو نهوکلونو کي په دي وتوانيدل چي په افغانستان کي دطالبانو مساله حل کړي .

نو اوس حامد کرزی ويني چي ټول دمسالي په حل کي لاچاره شوي ، او نه پوهيږي چي څه وکړي ، نو په دې لاچاريو کي کرزی خپل چانس ويني .

دافغانستان دلانجې دحل مساله پخپل لاس کي ونيسي . دی او دده ملګري مخکي دمخه په دې ښه پوهيدل چي په افغانستان کي يوه پارتيزاني جګړه نیي ګټل کيدلای . او پخپل وخت کي شوروي اتحاد هم په همدې مساله کي پاته راغلی ؤ ، چي غوښتل يې دنړيوالواو دسيمه ايزو ځواکونو دهيلي په خلاف دمجاهدينو په مقابل کي جګړه وګټي .

خو دلته داخبره هم بايد سړی هيره نکړي چي داتيامي لسيزي په نيمايي کي دافغانستان مسکو پلوه حکومت هم داهڅه کړې وه چي دسولي يوه جرګه کابل ته راوبولي ،خو له دې امله چي دامريکي دمتحده ايالتونو ، پاکستان ، سعودي عربستان ، او ايران ملاتړ ورسره نه ؤ ، نو دسولي دغه جرګه ديوې سختي ماتي سره مخامخ شوه .

کرزی او دهغه سلاکاران په دې پوهيږي چي داوږدې مودې په رڼا کي به يواځي دامريکې دمتحده ايالتونو ملاتړددوی دپاره کفايت ونکړي . دوی بايد دسيمه ايزو ځواکونو لکه روسيې ، چين اوهند ملاتړ هم تر لاسه کړي او له بله پلوه به په افغانستان کي سوله دپاکستان ، سعودي عربستان ، او ايران سره دګډي همکارۍ څخه پرته يو ډير ګران کار وي . ټول دغه هيوادونه داګومان کوي چي په يوه داسي افغانستان کي چي دامريکا دمتحده ايالتونو تر نفوذ لاندي وي ، نو په هغه کي به ددوی بنيادي ګټي له خطر سره مخامخ وي . که موضوع داسي وي نو په افغانستان کي به دسولي ديوې مشورتي جرګې څخه هغه وخت يوه ګتوره نتيجه لا س ته راسي چي مخکي له هغې نه دامريکې متحده ايالتونو او دافغانستان دمستقيمو او غير مستقيمو ګاونډيو هيوادونو ترمنځ دافغانستان په هکله يوه موافقه منځ ته راغلي وي .

طالبان او القاعده به ترهغه وخته پوري به افغانستان کي سولي ته چمتو نه وي چي له هغوی سره له بهره مرستي کيږي او په بهر کي مورچلونه ولري .

رتبيل شامل/ فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري