1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې ښځې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې شوې

۱۳۹۰ مهر ۱۵, جمعه

د نوبل د سولې سږنۍ جایزه درې تنو ښځو ته ورکوله کیږی. په دغې جایزې د لایبریا ولسمشره، الن جانسن سیرلیف، د دغه هیواد سیاستواله، لیمه ګبووې، او د یمن د بشری حقونو مبارزه، توکل کارمن، وویاړلې شوې

https://p.dw.com/p/12nnv
د نوبل د 2011 کال د سولې جایزې ګټونکي
د نوبل د 2011 کال د سولې جایزې ګټونکيانځور: dapd/DW-Montage

د جمعې د ورځې  په سهار د منځنی اروپا په وخت د سهار په یولس بجو د نوبل د کمیتې مشر، توربان یورګلند، د خپلی کمیتی د پنځه کسه ایز پلاوی د تصمیم اعلان وکړ. هغه وویل چې د 2011 کال د نوبل د سولې جایزه به د الن جانسن سیرلیف،  لیمه ګبووی او د توکل کارمن تر منځ کې په مساوي توګه وویشل شي. د هغه په وینا دغو کسانو د ښځو د حقوقو د خوندي ساتنې او د سولې په جوړښت کې د ښځو د مساوي برخې اخیستو لپاره مبارزه کړې.

د نوبل د جایزې کمیتې له خپلی دغی پریکړی سره  په افریقا او عربی نړۍ کې د دیموکراسي په غورځنګ کې د ښځو پر نقش باندی ټینګار وکړ.
 
د نوموړې کمیتې له دې تصمیم څخه د یمن او لایبریا په شمول د نړۍ په نورو هیوادونو کې ستر هرکلی شوی دی او ویل شوي دي چې له دې تصمیم سره د نوبل کمیتې په نړی کی د ښځو روان وضعیت ته پام واړاوه.

د آلمان صدراعظمې، انګلا مرکل، چې په نړۍ کې تر ټولو پیاوړې ښځه ګنله کیږې د نوبل د کمیتی له پریکړې څخه د یو «هوښیار تصمیم» په نامه ستاینه وکړه. د میرکل ویاند ستیفن زایبرت چې د نوبل کمیتې له خپل دې اعلان سره ټولې نړۍ ته یو پیغام واستاوه. د ستیفن زایبرت په وینا دا هغه یو پیغام دی چې د آلمان فدرالي حکومت په بشپړه توګه ترې هرکلی کوي. د میرکل ویاند زیاته کړه چې میرمن میرکل شخصا ډیره خوشحاله شوه او د دې بیښې په اړه یې وویل:

«په نړۍ کې ډیرې زړه ورې ښځې شته چې د خپلو حقوقو او آزادۍ لپاره یې سر را پورته کړی دی.»

د جایزې ګټونکې د لایبریا ولسمشر، الن جانسن سیرزلیف، 72 کاله عمر لري او په دغه هیواد کې د بشري حقونو مبارزه، لیمه ګبووی چی 39 کاله عمری د ښځو د حقونو د خوندي ساتنې لپاره له کلونو را په دې خوا فعالیت کوي.

دغه راز د جایزې بله ګټونکې توکل کارمن په یمن کې پرته له زور زیاتیو څخه د ښځو د حقونو د لاس ته راوړنی لپاره مبارزه کړې ده. هغه  په عربی نړۍ کې لومړۍ ښځه ده چې د نوبل د سولې په جایزی ویاړنه کیږی.

اژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش