1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې پخواني مشرانو د برلين د ديوال نړيدل ولمانځل

۱۳۸۸ آبان ۱۰, یکشنبه

د شوروي پخواني مشر ميخايل سرګيويچ ګرباچوف، د امريکا مشر جورج بوش او د آلمان پخواني لومړي وزير هلموت کول په برلين کي د ختيځ او لويديڅ آلمان يو ځای کيدل ولمانځل...

https://p.dw.com/p/KKMc
د شوروي پخواني مشر ميخايل سرګيويچ ګرباچوف، د امريکا مشر جورج بوش او د آلمان پخواني لومړي وزير هلموت کول په برلين کي.
د شوروي پخواني مشر ميخايل سرګيويچ ګرباچوف، د امريکا مشر جورج بوش او د آلمان پخواني لومړي وزير هلموت کول په برلين کي.انځور: dpa

د آلمان پخواني لومړي وزير هلموت کول د هغه وخت د ختيز برلين د يوې ټياتر په صالون کې ١٨٠٠ موجودو کسانو ته وويل، چې دی خوښ او منوننکی يا متشکر دئ. خوښ او منوننکی ځکه چې د ده په اداره کې د دواړو آلمانونو د يو ځای کېدنې حالت منځ ته راغی. او بيا خوشحاله دئ، چې اوس په برلين کې خپل د هغه وخت ملگري جورج بوش او ميخاييل گوربچوف لېدلی شي.

د غونډې يا مجلس له پيل نه يوه ورځ مخکې لا هنوز ثابته نه وه. ځکه هلموت کول له يو کال مخکې يوې سختې ناروغتيا څخه لا هنوز پوره روغ شوی نه دئ، هغه په رغړېدونکې څوکۍ کې کښيني او په سختۍ سره غږېدلی شي. خو غوښتل يې چې ووايي: چې د آلمان تاريخ د زيات وياړ لاملونه هم نه لري، او دا يوعلت لري. کول ټکي په تکي وايي: زه تر دې غوره څه نه لرم چې پرې ووياړم، لکه د آلمان پر يووالي.

له دې نه وړاندې د آلمان اولسمشر ښاغلي هورست کولر د امريکې د وخت له مشر بوش، د روسيې له مشر گوربچوف او له هلموت کول څخه مننه وکوله، چې د دوی د ښو تدبيرونو له برکته د آلمان دواړه برخې په صلحه سره يو ځای شوې، او زياته يې کړه:

(زه د آلمانيانو په استازيتوب سره له تاسې څخه مننه کوم، او زه باور لرم، چې د ټولې اورپا د وگړو په استازيتوب سره هم.)

کولر له اورپايانو څخه وغوښتل، چې د دې لويې وچې يعنی اورپا د يووالي د پاره نوې لارې چارې ولټوي. اورپايي ټولنه ښايي له روسيې او د GUS له نورو هېوادونو سره د ټولې اورپا د پاره د ملگرتيا پلان طرح کړي. کولر وايي:

د برلين ديوال په چپه کولو کي د وخت ددرو هيوادونو شوروي اتحاد، د امريکا متحده ايالتونه او په خپله لوېديځ آلمان هڅي د ستايلو وړ دي
د برلين ديوال په چپه کولو کي د وخت ددرو هيوادونو شوروي اتحاد، د امريکا متحده ايالتونه او په خپله لوېديځ آلمان هڅي د ستايلو وړ ديانځور: DPA

(اورپايي ټولنه او روسيه بايد دا ډول شريک کار په آسانتيا سره تر لاس لاندې ونيسي. ښاغليه اولسمشره گوربچوف، تاسې ښايي دا غوښتنه روسيې ته له ځان سره يوسئ.)

د روسيې پخواني واکمن د کول خيالاتو ته گوته ونيوه او ويې ويل، له هغو امکاناتو څخه چې د سړې جگړې له پای ته رسېدنې څخه ممکن شوي وو، ډېره لږ گټه واخيستل شوه. او تر اوسه پورې د دواړو اړخونو له خوا ملحوظات شته. گوربچوف زياتوي:

(موږ ښايي په دې باندې پوه وو، چې د اورپا پروژه د روسيې او امريکې سره د مخالفت پر بنسټ نه شو بشپړه کولی.)

ميخاييل گربچوف باندې هم هغه کالونه بې اغېزې نه دي تېر شوي. کاواکه شوی او په مشکل په زينو کې خيږي. د دريو واړو زوړ جورج بوش په لکړه ځي. د دېوال د ړنگېدني د وخت امريکايی اولسمشر هغه پېښې ته د يوې لويې تاريخي پېښې رنگ ورکوي او څرگندوي:

(د دېوال ړنگېدنې او د جرمن يوځای کېدنې، د ناتو د پاره نه يواځې سړې جگړې او دوهمې نړيوالې جگړې ته د پای ټکی کېښود، بلکه د لومړۍ نړيوالې جگړې ورستی پړاو يې هم وواهه).

Stützle, Peter/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل