1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ددوه ورځني اوربند په جريان کي بايد کلابندسوي کسان ووزي

۱۳۸۸ فروردین ۲۴, دوشنبه

دسريلانکا حکومت غواړي چي دتاميلي ياغيانو پر ضد خپل پوځي تعرضي عمليات د دوو ورځودپاره وځنډوي ،تر څو په زرهاوو هغه ملکي کسان چي په جګړه ځپلي سيمو کي کلابند دي ...

https://p.dw.com/p/HVit
دسريلانکا جمهوررييس مهيندا راجاپکسا
دسريلانکا جمهوررييس مهيندا راجاپکساانځور: AP

وکولای سي په دغه دوو ورځو کي له دغه سيمو څخه وتښتي .

دغه خبره دسريلانکا دبهرنيو چارو وزير Rohita Bogollagama پرون د بي بي سي سره په يوه مرکه کي کړې او وايي چي ،موږ غواړو دهيواد پر ټولو برخو باندي حاکميت ولرو . خو دبلي خوا موږ داهم غواړو چي ملکي خلک تاواني نسي او هغه کسان چي دسريلانکا په شمال کي تر محاصرې لاندي راغلي دي ،وکولای سي په دغه موده کي ځانونه له دغه سيمو څه وباسي . او ددغه اوربند بل هدف دادی چي دتاميليانو نوی کال پيل کيږي ، او دوی به وکولای سي ، خپل نوی کال دوې ور ځي په آرامۍ سره ولمانځي .

دملګرو ملتونو دټولني داټکل له مخي دسريلانکا په شمالي جګړه ځپلي سيمو کي لږ تر لږه سل زره انسانان تر محاصرې لاندي دي .

دسريلانکا په شمالي سيموکي ددغه هيواد حکومتي عسکر دتاميل الام دآزادي بخښونکي پړانګانو په نامه د ياغيانو پر ضد چي غواړي دتاميليانو سيمه دسريلانکا څخه جلا کړي ، جنګيږي . خو په دي آخرينو وختونو کي تاميليان دسريلانکا په شمالي سيمو کي پر شا روان دي .

داچي دسريلانکا حکومت اوس ديوه دوه ورځني اوربند سره موافقه کړې ، دهغه پرله پسي نړيوالواعتراضونو نتيجه بلل کيدای سي چي دسريلانکا دکورنيو جګړو پر ضد سوي دي . مثلأ دتيري شنبې په ورځ دلندن ، اوسلو او کوپن هاګن په ښارونو کي په زرهاو تاميليانو دسريلانکا دجګړو پر ضد مظاهري کړي او لکه څنګه چي دلندن پوليسو ويلي دي ، يوازي په دغه ښار کي ترسلو زرو پوري کسانو په يوه اعتراضي لاريون کي ګډون کړی ؤ . دکاناډا داوتاوا په ښار کي هم ددغه هيواد دپارلمان په مخکي په سلهاو تاميليانودا نارې وهلې ،چي د سريلانکا دحکومت تعرضي بريدونه دي ددغه هيواد پر شمالي سيمو باندي چيري چي زياتره تاميليان اوسيږي ، بس کړای شي .

خولکه څنګه چي دسريلانکا په يوه پوځي اعلاميه کي ويل سوي دي ، داوربند ترنافذيدو وروسته تاميلي ياغيانو ددغه هيواد دجنوبي خوا په يوه کلي کي پر بې دفاعو کروندګرو باندي حمله کړې او هغوی يې وژلي دي . ويل کيږي چه دوی دا کار ددې دپاره کړی دی ،چي په شمال کي تر سختي ماتي وروسته خپل غچ دبې دفاعو کروندګرو څخه واخلي .

دسريلانکا ددولت مشر Rajapakse يو وار بيا دتاميل ياغيانو څخه ددې غوښتنه کړې ده، چي خپله ماته ومني او سلاوي پر مځکه کښيږدي .

د درو لسيزو څخه راپديخوا په سريلانکا کي تاميليان غواړي چي ددغه هيواد په شمال کي ځانته يوخپلواک دولت جوړ کړي .

اوس دملګروملتو لويه انديښنه داده چي دسريلانکا په شمال کي به ددغه هيواد حکومتي ځواکونه هڅه وکړي چي تاميلي پاڅيدونکو ته آخرنۍ ماته ورکړي اوپه دغه جګړه کي به ملکي خلګو ته سخت ځاني او مالي تاونونه ورسيږي .