1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دحامدکرزي دبيا ټاکل کيدو په هکله دآلمانی مطبوعاتو تبصرې

۱۳۸۸ آبان ۲۹, جمعه

دافغانستان ددولت مشر حامدکرزي پرون دوفادارۍ تر لوړي وروسته په يوه ویناکي دافغانستان ولس اونړیوالي ټولني ته ډيری وعدی ورکړې . ده وويل ،

https://p.dw.com/p/Kbo5
آلمانی مطبوعات
آلمانی مطبوعاتانځور: picture-alliance/dpa

«دطالبانواونورومخالفینوسره دروغي جوړی دپاره به يوه لويه جرګه راوبلل شي .

دبډي اخيستلواو اختلاس سره به په کله مبارزه وسي،

او په هیواد کي دسولي او ثبات دپاره به تر پنځو راتلونکوکلونو پوري ديوه داسي ملي پوځ او پوليسو دروزني دپاره هڅه وسي چی نور به دهندوکش په لمنه کي پروت هیواد افغانستان کي بهرنيو ځواکونوته کومه اړتيا نه وي . او داسی نور . »

دحامد کرزی دبيا ټاکل کيدو او دافغانستان درتلونکي په اړه ډيرو آلمانيو ورځپاڼو تبصرې کړيدي .

مثلا د Badisches Tagblatt په نامه ورځپاڼه چی دآلمان دبادن بادن په ښارکی خپریږي لیکی چي :

«لږ تر لږه دلويدځو هيوادونو له نظره په روان وخت کي په افغانستان کی دولسمشر حامد کرزي دپاره کوم بل بديل نه لیدل کيږي . او داچي ده ته هم په هیواد کی دننه او هم ددباندي څخه پرله پسې ګواښونه شوی او کیږی چي سم کار او سالم عمل وکړی او له بله پلوه له هري خوا څخه دډيروخطرونو سره مخامخ دی، خو بياهم غواړي دغه دنده کومه چي امکان لري دنړۍ تر ټولو خطرناکو دندو څخه وی ، پرمخ بيايی اوتر اوسه ژوندی پاته دی ، دکرزي دسیاسی ژوند يو اړخ بلل کیږی .

خو پخپله ددغي دندط په اړوند عملا به دابې تفاوته خبره وی چی کرزی ددغه روانو او پیچلو حالاتو څخه ګټه او خوند اخلی يا داچي دی په دغه بهير کي برابر شوی اوس بايد دغه کاروان پر مخ بوزی او دولس او دنړیوالو غوښتنو ته ځواب ووايی .

خو دبلي خوا ټول بايد له دی حقیقته څخه هم سترګی پټی نکړی چي شرايط پهافغانستان کی په هيڅ وجه عادی او نورمال شرايط ندی او تر اوسه افغانان دنړیوالۍ ټولني دټولومالی او پوځي مرستو سره سره پر دې ندی توانیدلي چي په دغه هيواد کی دداسی جوړښتونو بنياد کښيږدی چي دهغه پربنا داوباما په خبره په دغه هیواد کی يوه ښه او سالم حکومت رامنځ ته سي . هغه وخت کيدای شی په افغانستان کی کرزی يا دده په شان نور کسان دحکومت له اداری څخه ليري شی . خو هسی چي ښکاری ، په افغانستان کی دغه هدف ته درسيدلو دپاره يوه اوږده او ښايي خونړۍ لاره په مخ کی وی . »

د Stutgarter Zeitung په نامه آلمانۍ ورځپاڼه دکرزي ددې ژمنې په هکله تبصره کوی چي وايي غواړي په افغانستان کی دبډي اخيستلو او اختلاس پر ضد اغيزمنه مبارزه وکړی .

ورځپاڼه لیکی : دکرزي څخه دا تمه چی دی به وکولای سي ،دبډې اخيستلواو اختلاس سره اغیزمنه مبارزه وکړی څکه نسي کیدلای چی که دی په رښتیا سره داکار وکړی نو له ده څخه به دده سياسی متحدين ټول خوابدی شی . اوداچی کرزی به وسي کړای په دغه هيواد کي دولس اقتصادی او ټولنيزو اړتیاو ته ځواب ووايی . دورځپاڼي مبصر شک اوترديد ښه يی او بيا مخ په وړاندی لیکی چی که روان ویجاړ حالات دوام پیدا کړی نو طالبان بايد به دې تمه وی دافغانستان ولس به پر دوی غږ وکړی چي راسي په دغه هيواد کي سوله او ثبات راولی . »

د Rhein Zeitung په نامه آلمانۍ ورځپاڼه دکرزی شاو خواته راغونډو شووجګړه سالارانو او دجګړی ګومانی جنايت کارانو ته ګوته نیسي او لیکی چی : «که سړی دهغه کسانو څیرو ته یو نظر واچوی چی دکرزی دنژ دې همکارانو په نامه دده شاوخواته راټول شوی ، نو ددې اټکل کولای شی چی ددغه هيواد راتلونکي برخلیک به څه وی . کوم توپک سالاران چی دکرزي دوفادارۍ دلوړي دمراسمو په وخت کی سره راغونډ شوی وه او دټلويزيون دکمرو په وړاندی يي خندل ، دغه صحنه پخپله ددغه هیواد دروانو حالاتو انځور بیانوی او داچی دپردې تر شا دوی دجمهوری رياست په ماڼی او په اصطلا دکرزي تر ږيری لاندی دسلاوو او نشه يي موادو کومی معاملې سرته رسوی ، دا ځانته خبره ده .

بیاهم لويدیځ هیوادونه دې ته اړ بريښی چی دکرزي سره ګډ کار وکړی ، ځکه پهروان وخت کی دده دپاره لویدځوال کوم بل بدیل نلري .

آلماني مطبوعات / ضياألحق فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري