دجنګونو د قربانيانو دکورنيو سره د يوه صندوق د جوړيدو غوښتنه
۱۳۸۷ آذر ۱۱, دوشنبهچه دوی دخارجي ځواکونو په هواېی بمباريو، ځان مرگي برېدونواو جگړوکي زېانمن کېږي . دوکيلانو دغه ډله وايي چه ددغه وجهی صندوق سره بايد په افغانستان کښي د مېشتو خارجي قواوواوافغان دولت له خوا مالي ملاتړوسي .او وايی چه دداسي يوه صندوق د جوړولو سره مالي کومک کول، خصوصاً د هغو دولتولخوا چه په افغانستان کي سياسي اونظامي حضور لري ،يوه اخلاقي وظيفه بلل کيږي .ځکه چه په افغانستان کي ډېرخلگ په جنګونو،نظامي عملېاتو اويا هوايي بمبارېوکی وژل کېږی .طبعاً چه ډير انسانان په ځان مرگي برېدنوکي هم وژل کيږي ،خو هغه هم ددغو جنګونو سره تړاو لري .
دوی وايي چه دغه رقم دهري ورځي په تېرېدوسره ډيرېږي اوددوی دپاته کسانو اوکورنيو سره سم چلند هم نه کېږي .ځکه نو هغوته باېد په خاص ډول پاملرنه وسي . که څه هم ددغه صندوق په جوړېدوسره په تاوترېخوالي اوجنگونو کي کمی نه راځي، مگر ښه به داوي چه هغه کورنۍ چه په جنګونوکښي خپل غړي د لاسه ورکوي او زېانمن کيږي، نوهغوی ته په عوض کی بيرته پېسی اونورسهولتونه برابر سي .
تراوسه پوری دولسی جرگی ددغي انسانی غوښتني په باب نړيوالي ټولني لا څه نه دی وېلي .خو دافغانستان دولت بيا ددغي غوښتني ملاتړ کړی دی ،او ويلي يې دي ،چه افغان دولت تل دجگړې دقربانيانودکورنيو سره مرستي اوکومکونه کړي دي .