1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دجمهوري رياست دپاره دوهم واري انتخابات

۱۳۸۸ آبان ۵, سه‌شنبه

دجمهوري رياست دوهم واري انتخابات چى دنړيوالي ټولني دفشارله امله اوس ټولوخواوومنلى دي، تقريباً12ورځي ورته پاته دي . د هغه په خاطر په فزيکى لحاظ انتخاباتي مبارزه روانه نده ،بلکه يوازى دغه کمپاين په رسنيوکى جريان لري

https://p.dw.com/p/KGNO
انځور: DW

په دې منځ کى د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي چى ددغو انتخاباتو دپاره يې پوره ترتيبات نيولي دي ،اودهلمند، پکتيا، پکتيکا اوکندهار دولاياتوپه ګډون ئې دهيواد14 ولاياتو ته انتخاباتي موادلکه درايوپاڼى ،ميزونه ،چوکۍ دګوتودرنګولو دپاره رنګ اونورضروري شيان ورليږلي دي ،اودغه لړۍ نوره هم په چټکۍ سره روانه ده .

دانتخاباتودخپلواک کميسيون دچاروکو په وينا،د دوهم واري انتخاباتو دپاره ئې چى دډاکترعبدالله عبدالله اوحامدکرزى تصويرونه اونور مشخصات پکښى درج دي ، پنځلس ميليونه زري پاڼي چاپ کړي دي ، چى په راتلونکودرو ورځوکي به ټولو انتخاباتي مرکزواوسيمه ايزومحلوته ورورسيږي . ددغوموادوليږل د مځکى او هوا د لارى سرته رسيږي اوهغه چى ليري پرتې سيمى دي ،درايوپاڼى وراستول کيږي .

دانتخاباتودخپلواک کميسيون وياند نورمحمدنور وائى ،چى دداخلي اوخارجي ځواکونوچارواکوته ئې ويلى دي چى درايو اچولو په مرکزونوکي ورته درايوورکونکو اود انتخاباتي مرکزو دکارکو نکو امنيت وساتي ، ترڅودکانديدانو، نړيوالومدني ټولنواومطبوعاتوڅارونکى وکولى سي د انتخاباتو جريان په ډاډمنه توګه وڅاري .

ده وويل ،« داچى دا پلا کولي سي په اسانۍ سره دنظروړکانديدته رايه ورکي ، له همدې کبله ده چى دانتخاباتو دلمړى پړاو د165000کارکونکو تعداد 65000کسانوته راکښته سويدي . » .

ده يووار بياپه تيرو انتخاباتو کي دکميسيون پر بى طرفۍ ټينګاروکړ.

نورمحمدنوروويل چى سمدلاسه ئې د انتخاباتو دخپلواک کميسيون 400 تنه چى لوړپوړى چارواکى هم پکښي سته ، په انتخاباتو کى دسرغړوني اودرغلۍ په تورپه نخښه کړي دي اووړ اجراأت به وکړي . ده ددې پوښتنى په ځواب کى چى دډاکترعبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاين غړى وائى چى ترڅوپورى چه د انتخاباتو دخپلواک کميسيون رئيس ددارالانشا رييس اومرستيال اوځيني نوردولتي چاروکى چى حامدکرزى ته په کمپاين کولوتورن دي ،ليرى نسي ،اوپه سلوکى سل امنيت ټينګ نسي ، انتخاباتو ته به تيارنسي ، وويل په دې برخه کى قانون سته اودهرچافرمايشونه دمنلووړنه دي .

د بلي خوا بيا دانتخاباتو دخپلواک کميسيون کمشنرفضل احمدمعنوي دامني چى په تيرو انتخاباتو کى جعل کارۍ او درغلۍ شوي دي ،او کميسيون په دې کارلګيادي، ترڅودغسي کسان ياليري ياتبديل اويا يې هم مجازات کړي .

معنوي وايي چى په دې برخه کى ښايي يوشميرکسان عدلي اوقضايي ارګانوته معرفي سي . يوتعداد ښايي وظيفې د لاسه ورکړي، يوتعدادښايي تبديل اونور يې داداري صلاحيت پر اساس مجازات سي . دغه لړۍ روانه ده اوډيرژربه ئى نتايج اعلان سي . داپه داسي حال کى ده چى د دوهم واري انتخاباتو دپاره دهيوادپه مختلفوبرخوپه انتخاباتو کي دچمتووالى رپوټونه ورکول کيږي . بين امللي ټولنى هم دپوره همکارۍ ږغ کړي دي ،اوامنيتي ارګانوهم دامنيت دټينګښت ذمه واري اخيستې ده .

خوددولت مخالفينواوطالبانوهم په انتخاباتو کي دخلکودنه ګډون خبرداري ورکړي دي . وليدل سي چى دغه پروسه به څنګه ترسره سي ،اوکوم کانديدبه جمهوري رياست ته لار پيداکړي .

جمال کوټوال /

کتونکي : محمد قاسم نوري