دجرمني د محصلينو مظاهرې او اعتراضونه د څشي په خاطر دی
۱۳۸۸ آذر ۹, دوشنبهيا د تحصيل د شروع کيدو او يا امتحانو په باب د سم معلومات نه ورکول .
خو هغه شی چه پخوا نه ؤ ، هغه عصري او ژر د ليسانس او ماسټرۍ ورکول دي ، چه د پلان سره سم يې د سمينارو او لکچرووختونه هم تنګ او سره نژدې سوي دي .
ليسانس چه اوس ورته بچلر وايي ، بايد په درو کلو کښي واخيستل سي ، او تر هغه وروسته ماسټري هم دوه کاله دوام کوي .
دغه سيسټم د انګليسي - امريکا يي سيسټم څخه کاپي سوی دی . پدې وسيله سره به په ټوله اروپا کښي تحصيلي سيسټم يو ډول سي ، او محصلين به په ګرده اروپا کښي وکولای سي په آسانۍ سره د يوه پوهنتون څخه بل ته تبديل سي . دغه فيصله چه د ايټاليا په ښار بولونيا کښي وسول ، په هغه نامه هم ياديږي ، او په هغه کښي د ټولياروپا په سطح ريفورم فيصله سو .
خو مشکل دادی چه آلمانۍ تصدۍ او شرکتونه شک لري ، چه آيا محصلين به تر درو کلو وروسته ، يعني د بچلر تر اخيستلو وروسته په ښه ډول سره وظايف اجرأ کي ، او پوره لياقت به ولري . ځکه چه درسي پلانونه او ساعتونه د تحصيل ددورې د لنډ وخت سره سم ندي عيار سوي ، او محصلين مجبوره دي په ډير لږ وخت کښي بيخي ډير زيات کار وکي .
هغه تحصيلي پلان چه پخوا په جرمني کښي پر 5 کلو تقسيم ؤ، اوس يې بايد په درو کلو کښي پر مخ بوزي او عملي کي .
په ځينو وختو کښي محصلين نسي کولای چه د خپل ځان دپاره سم تقسيم اوقات جوړ کي ، او ټولو مضامينو ته پر سم وخت ورسيږي . او که يې يووار مثلأ د يوه سمينار د ورتلو دپاره نوم ثبت کۍ ، بيا په هيڅ صورت نسي کولای ، هغه بل وخت ته واړوي .
هغه څه چه 25 کاله دمخه نه ؤ ، هغه پر سمسټر باندي 500 ايرو فيس ؤ . فيس هغه وخت پدې پلمه رامنځته سو چه هغه به پوهنتونو ته ځي ، او هغوی به د اقتصادي لحاظه پر پښو دروي ، او د بله طرفه به د پيسو په ورکولو سره په محصلينو کښي یو نوع پر ځان د اعتماد حس تقويه سي . او که هغه وخت ددوي څخه د علمي سطح د کيفيت غوښتنه سوې هم وای ، درسته وه . خو محصلين اوس پخپله د تحصيل د کيفيت څخه راضي ندي ، او ددوی څخه د هغه غوښتل هم مشکليږي .
ددوی ددغو غوښتنو سره اوس تر يوه حده پوري سر هم ښورول کيږي ، مثلأ د جرمني د ښووني او روزني وزيره انيته شاوان وايي ،
« محصلين انتظار لري چه هغه څه چه د پوهني د وزيرانو په کنفرانس کښي فيصله سوي دي ، عملي هم سي . دوی ښکاره زيګنالونه غواړي چه د نوي تحصيلي ساختمان دپاره اصلاحات پکار دي ، يعني د فيس راکمول ، او درسو ته په رسيدګيو کښي »
د بچلر او ماسټرۍ په باب د ټولي اروپا په سطح د فيصله سوی تحصيلي ريفورم ، د نور ښه کيدلو ضرورت په حقيقت کښي ټول ويني ، د پوهني د وزيرانو د کنفرانس رييس هينري ټېش او د جرمني د پوهانو د شورا رييس پيتر سټرو شنايدر هم .
پيتر پدې عقيده دی چه که ځيني مسلکونه مثلأ اجتماعي علوم په لږ وخت کښي پایته رسيدلای سي ، بيا انجينري يا نور ډير وخت ته ضرورت لري .
پدې حساب نو د تحصيلي پلان د بيرته ښه کولو اراده موجوده ده ، خو پيسې نسته . ځکه به نو د محصلينو هغه اصلي غوښتني ته چه تحصيلي فيس له منځه ولاړ سي ، په سختي جواب وويل او عملي جنبه پيدا کي . ددغي غوښتني سره په اوس وخت کښي د جرمني اپوزيسوني ګوند سوسيال ديموکراټان موافق دي ، خوبيا د بايرن آيالت او د هغه د مسيحي دموکراټانو ټولنه د هغه سره مخالفت کوي .
ميشاييل ګيسات/
کتونکی : محمد قاسم نوري