دبرما نظامي حکومت ځانته ددموکراتيک رنګ دورکولو کوښښ کوی
۱۳۸۹ آبان ۱۴, جمعهد برما اقتصاد ډير په مځکه لويدلی دی ، ډير خلګ په فقراو غربت کي ژوند کوي ، تعليمي او روغتيايي سيسټم يې خراب دی ، د بشر د حقوقو څخه تیری ورځنی کار دی .
کله چي په 2007 ميلادي کال کي بوديستي مذهبي مشرانو په سوله ايز ډول د هيواد د ناخوالو پر ضد مظاهرې وکړې ، نو هغه د ويني په تويدلو سره و ټکول سولې .
د جرمني د فريدريش ايبرت د مؤسسې د برماد بخش آمر هيننګ اُنر وايي چه د برما پوځي رژيم په حقيقت کي قانوني جنبه نلري ،اوددې دپاره چه دغه قانونیت رامنځته سي ، نو يې اوس دغه انتخابات پر لاري اچولي دي . دی اضافه کوی ،
«د برما نظامي حکومت د 20 کلو راهيسي د فرمانو د لاري حکومت کوي ،او انتخابات دا موقع برابروي چي پوځيانو ته يو دموکراتيک رنګ ورکي ، او په همدې ترتيب سره د بين امللي انتقادو مخ هم ونيول سي . »
انتخابات يو قدم دی ، چي نظامي واکداري د يوې منظمي ديموکراسۍ پرخوابيايی ، دا خبره په رسمي ډول د پوځي حکومت د لاري څرګنده سويده ، خو هيننګ وايی چي حقيقت بل څه دی ، او دا د ديموکراسۍ سره هيڅ تړاو نلري ، هيننګ زياتوي چي،
« که چيري سړی د تيرو مياشتو او اونيو حالات د نظره تير کړي نو سړی پوهيږي ، چه د انتخاباتو د تياري پروسه پر دموکراتيکو معيارو نه ولاړه . د ګوندو دراجستر کيدو څخه نيولې بيا ، د کانديدانو تر نومولو او تر انتخاباتي مبارزې پوري هر څه دپوځي حکومت د لاري په کلکه کنتروليږي . ټوله پروسه نامناسبه او بې طرفه نه ده . »
د انتخاباتو سختو قوانينو د مخاليفينو خولې بندي کړي دي ، د مثال په ډول يو چا چي يو کوچنی جرم کړي وي او سزا ورکول سوي وي ، نسي کولی په انتخاباتوکي برخه واخلي . دا په دې معنی هم ده چي د برما دلوی اپوزيشن پارټي مشره اونګ سان سوکي چي د 20 کلو راهيسي په کور کي نظربنده ده ، نسي کولی چي په انتخاباتو کي برخه واخلي، او ددې سره نور په برما کي د 2000 اضافه سياسي بنديان هم .
د ديموکراسۍ دپاره دبرما نيشنل ليګا(NLD )دانتخاباتود قانون پر ضد پروټيسټ کړيدی ، او انتخابات يې تحريم کړي دي . د همدې کبله دغه پارټی په زور سره منحله سوه .
نور کوچني مخالف ګوندونه غواړي په انتخاباتوکي برخه واخلي ، او دا اميد لري چي ، يو دموکراتيک حرکت او تغيربه رامنځ ته سي ، خو دا به ډيره سخته وي چي داسي کوچني ګوندونه پر مخ ولاړ سي ، ځکه چي حکومت د کوچنيو ګوندو د کانديدانو د پاره اجوره ټاکلي ده : هر کانديد بايد 500 امريکايي ډالر مخکي تحويل کړي ، چي دا په برما کي د يوه متوسط سړي د کال تنخواه ده . پدي هکله هيننګ بيا وايي ،
«که چيري سړی ددې سم حساب وکړي ، تر څو يو حزب د خپلو کانديدانو دپاره په پارلمان کښي ټوله چوکۍ پلاس راوړي ، نو بايد 600000 ډالره تحويل کړي ، دا په حقيقت کښی داسي یو اقتصادي ممانعت دی ، چي هيڅ ګوند د هغه څخه نسي تيريدلای . »
انا ليهمن/ محمد شيرين ګرديوال
کتونکی : محمد قاسم نوري