1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دبرلين د منځني ختيځ دکنفرانس نتايج

۱۳۸۷ تیر ۵, چهارشنبه

پرون په برلين کښي د منځني ختيځ په باب يو ورځنی کنفرانس پای ته ورسيدۍ ...

https://p.dw.com/p/EQZn
د منځني ختيځ په باب کنفرانس
د منځني ختيځ په باب کنفرانسانځور: AP

خو دغه کنفرانس د منځني ختيځ په باب د نورو کنفرانسونو په ډول چه غوښتل يې سوله رامنځته کي ، يا لږ تر لږه په منځني ختيځ کښي د سولی شرايط رامنځته کي ، هغه ډول يو کنفرانس نه ؤ.

دغه کنفرانس چه د تقريبآ 40 هيوادو استازو په هغه کي ګډون کړی ؤ ، پر دې راڅرخيدۍ ،چه د فلسطيني دولت تر جوړيدو وروسته د فلسطين د پوليسو او قضآ په جوړولو کښي کومک وسي ، او پيسې ورته راټولي کي .ځکه چه د يوه فلسطيني دولت څخه بین امللي توقع داده چه هلته بايد يو قانوني دولت او هم امنيت رامنځته سي ، چي وکولای سي د اسراييلو سره په څنګ کښي د اسراييلو امنيت هم تضمين سي .ددغه کار دپاره د پرون ورځي په کنفرانس کښي تر هغه هم ډيری پيسې راټولي سوې ، لکه څنګه چه يې انتظار کيدۍ.

د جرمني د خارجه چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير دپيسو ددغي اندازې څخه خوشالي ښکاره کړه ،او ويې ويل چه هغه به په راتلونکی کال کي د فلسطين د پوليسو او قضآ په جوړولو کښي په کار ولويږی .

د تير عيسوي کال په آخره کي اسراييلو او دفلسطين جمهوررييس محمود عباس د اناپوليس د منځني ختيځ د سولي په کنفرانس کښي

مکلف سول چه په همدغه کال کي سولي ته سره ورسيږي ، يو پلان چه نور هيڅ څوک فکر نه کوي ،چه هغه به په همدې کال کي عملي سي . خو جرمني کوښښ کوي چه په دغه لار کي مرسته وکي ، هم د اسراييلو او هم د فلسطينيانو سره په يوه ډول نه يو ډول کومک وکي . ځکه چه يوازي هغه وخت چه دواړه په آرامۍ او سوله کي ژوند وکولای سي ،ددې چانس موجود دی ،چه په منځني ختيځ کښي دوامداره سوله رامنځته سی . ددې کار دپاره د پولیسو دپاره دڅو موټرانو تهيه کول ، يا د محکمو څو تعميره جوړول کفايت نه کوي ، بلکه بايد په دغه لار کي ټول خنډونه له منځه ولاړ سي ، د هغې جملې څخه نباید اسراييل په نيول سوو سيمو کښي د ناقلینو دپاره نورکورونه جوړ کي ،او د فلسطين محاصره پای ته ورسوي . په مقابل کي فلسطينيان هم بايد خپل منځي اختلافات حل کي، او په یو ګډ دريځ سره سولي او روغي جوړي ته حاضر سي، او نړيواله ټولنه هم بايد پر همدغه موضوع ډير فشار راوړي .