1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دا ځل ګروسمن د پاکستان په پخلاینی بوخت دی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۹, پنجشنبه

افغانستان او پاکستان ته د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي، مارس ګروسمن، پرون «چهارشنبه» پاکستان ته ورسيد ترڅو د امريکا او پاکستان تر منځ اړيکي، چي د اسامه د مړيني وروسته خړي شوي، رڼي کړي

https://p.dw.com/p/11JYn
مارس ګروسمن
مارس ګروسمنانځور: picture alliance/dpa/dpaweb

پاکستان کي د امريکا متحده ايالاتو د سفارت وياند، البيرتو رودريګوس، د فرانسي خبري اژانس ته وويل: «مارس ګروسمن پاکستان ته رسيدلي ترڅو د پاکستاني مشرانو سره خبري اتري وکړي.»

د متحده ايالاتو د سفارت وياند د ګروسمن د سفر په اړه جزييات ور نه کړل خو پاکستاني چارواکو ويلي چي ګروسمن به د خپل په دوه ورځيني سفر کي د ولسمشر زرداري او لومړي وزير ګيلاني سره وګوري.

ګروسمن د امريکايي پياوړي سناتور، جان کيري، څخه دوه ورځي وروسته پاکستان ته رسيدلي. د کيري د سفر اصلي موخه هم د پاکستان او متحده ايالاتو تر منځ د اړيکو ښه کول وه.

د پاکستان او متحده ايالاتو اړيکي وروسته له هغي خړي شوي، چي د رواني مياشتي په دوهمه نيټي امريکايي پوځيانو د پاکستان په زړه کي د نړي تر تولو غوښتلي تروريست، اسامه بن لادن، ووژه.

د اسامه د وژني وروسته پاکستاني ملکي او پوځي مشرانو، امريکا په دي تورنه کړه چي د دوي ملي حاکميت يي تر پښو لاندي کړي خو په امريکا کي هم داسي پوښتني رامنځ ته شوي چي ګيني پاکستاني دولت د اسامه بن لادن څخه ساتنه کوله.

که څه هم د متحده ايالاتو ولسمشر، باراک اوباما، ويلي چي په راتلونکي کي به هم د اسامه د عملياتو په شان نور داسي عمليات په پاکستان کي په لاره واچوي، خو پاکستاني پارلمان د دغه شان عملياتو د نه تکراريدو غوښتنه کړي. پاکستاني چارواکو همدا راز ويلي چي په پاکستان کي د امريکايي د بي پيلوټو الوتکو عمليات هم بايد پاي ته ورسيږي.

د پاکستان پوځيانو همداراز ويلي چي که متحده ايالات په پاکستان کي په خپل سرو عملياتو ته ادامه ورکړي، دوي به د دغه هيواد سره د تروريزم په وړاندي جګړي کي خپلي استخباراتي همکاري تر کره کتني لاندي ونيسي.

دا په داسي حال کي ده چي متحده ايالات د افغانستان په جګړي کي د پاکستان همکاريو ته اړتيا لري. د امريکا په سنا کي د بهرنيو چارو د کميټي مشر، جان کيري، د دوشنبه په ورځ وويل چي د ده د سفر وروسته به دوه نور امريکايي لوړپوړي چارواکي پاکستان ته ورسيږي ترڅو د هغو موضوعاتو به جزيياتو خبري وکړي چي ده د پاکستاني مشرانو سره پري خبري کړي.

کيري همدا راز ويلي وه چي پاکستاني مشرانو يو ځل بيا ژمنه کړي چي د تروريزم په وړاندي جګړي کي به د امريکا متحده ايالاتو سره خپلي همکاري ټينګي ساتي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي/ عبدالباري حکيم