1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داندونيزيا د څونامي د قربانيانو شمير تر 400 تنو هم اوښتی دی

۱۳۸۹ آبان ۷, جمعه

داندونيزياد 2004 کال تر سختي څونامي وروسته ددوشنبه په ماښام بیا هلته یوه سخته زلزله رامنځته سوه ، چه شدت یې د رشتر په مقیاس 7,7 درجې ؤ

https://p.dw.com/p/Pt2P
انځور: AP

ددغي زلزلې په نتيجه کي ډير کسان مړه او یا هم ورک دي ، او دډيرو اوبو او سیلابو له کبله نه دقربانیانو را ایستل او نه هم ژوندي پاته سوو کسانو ته د کومکو رسول آسانه دي .

اندونيزيايي چارواکي دهغه هيواد دسمندرله غاړي دزلزلې له کيدو او دهغه له امله داوبو دڅپو دراختو له سببه دهغه هيواد ديوه واړه ټاپو دکورونو دلاندي کيدو څخه دوه ورځي وروسته نوره ددې هيله نلري چي دورکو شويو کسانو له ډلي څخه څوک بچ کړای شي . دجمعې په ورځ لدې امله دمړه شويو کسانو شمير نژدې 400 تنو ته رسيدلی دی . خو بچونکي ټيمونه ددې لپاره چي ډير کسان لا ورک دي ،لدينه ډاريږي چي د قربانيانو شميربه 500 ته ډيرشي .

Indonesien Erdbeben Tsunami
انځور: AP

دالمان دپتسدام دجيولوجيکي څيړنو مرکز دا خبره ردوي چي دسمندري زلزلې اوداوبو دڅپو دراختو داخطارورکولو وسيلې چي دوی يې په جوړولوکي برخه درلوده ،کارندی ورکړی . دژغورلو چارواکو ويلي دي چي تراوسه 338کسه لاورک دي . ددوی يوه وياند دفرانسې دخبر رسولو آژانس ته ويلي دي چي دورکو شويو کسانودپيدا کولوهيله نوره نلري او زياته کړي يې ده چي مونږ دتاوان رسيدلي ټاپو پرسر په الوتکه کي الوتي يو خو يوازي مړي مو ليدلي دي . دغه دسوماترا دټاپو په لويديز کي پرتو وړو ټاپو ګانوکي د دوشنبې په ماښام يوه سخته زلزله چي شدت يې دريشتر ´7,7درجوته رسيده، وسوه . وروسته تر هغه درې متره جګي دسمندر څپي ورباندي راغلې او دغه ټاپو ګان يې لاندي کړل . تر لمړنيو مرستو وروسته چي دچورلکو په واسطه وشوې ، بيړۍ هم دمرستندويه ټيمونو ډاکترانو،او دتنګسې دوخت له مرستندويانو سره له سوماترا څخه چي نيمايي ورځ سفر دی ،ورسيدې .همدغه ډول داندونيزياحکومت 5جنګي بيړۍ هم هلته استولي دي .دنوموړي هيواد جمهوررييس وروسته تر غرمې نوموړو ټاپو ګانوته ولاړ تر څو چي وضعه په خپلو سترګو وويني .

Flash-Galerie Indonesien Vulkanausbruch von Vulkan Merapi
انځور: AP

سره له هغه چي اندونيزيا دڅونامي دراتلوپه اړه د اخطار دورکولو عصري وسيلې چي دالمان په مرسته وده ورکړل شويده لري، خو سره له هغه هم دوی پردې ندي بريالي شوي چي دهغه ځای خلک په موقع خبرکړيی . پداسي حال کي چي دالمان دپوتسدام دمځکي دڅيړلو مرکز ويلي دي چي دنوموړي دستګاه ټولو اجزاوو سم کار کړيدی . له زلزلي څخه لږي شيبې وروسته چي 5دقيقي هم نوې، په جاکارتا کي داخطارورکونکي سيستم له لاري دڅونامي اويا داوبودراختو دخطر زنګ وهل شويدی .او 400 نورو تاسيساتو چي دپوليسو مرکز او دمصيبتونوپه مقابل کي دژغورلوچارواکي هم پکښي شامل دي، رسيدلي دي .

دڅيړنوددغه مرکز يوه غړي يورن لوتريونګ د«ولت» دورځپاڼي دجمعې دورځي ګڼي ته ويلي دي چي دا سيستم دزلزلې دځای دپيدا کولو،دهغه دخصوصيت دمعلومولو، اودوضعي دترسيمولو لپاره همدا 5 دقيقو وخت ته اړتيا لري .

خو ددې لپاره چي دزلزلې مرکز ساحل ته نژدې ؤ ، اخطار دڅپو له جګيدو سره په يوه وخت کي ورکړل شويدی . پدې برخه کي دنړۍ هيڅ يوه بل داخطارورکولو، اوپخوا له وخت نه خبرلو سيستم مرسته نسوای کولای .او دانوې پيښه ښيي چي دزلزلې او دسمندر دڅپو دراختلوپه وړاندي هراړخيزه ساتنه نشي کيدای .

آژانسونه/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري