1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دامریکاسنا دژغورلو700 مليارډه پروګرام تصويب اوپرولسي جرګه يې فشار ډيرکۍ

۱۳۸۷ مهر ۱۱, پنجشنبه

دامریکا دمتحده ايالتونوحکومت دهغه هيواد وګړوته ډير ښه سوغات ورکولای شواي : هري يوې کورنۍته بې مالياتو 6000ډالره ...

https://p.dw.com/p/FT4o
دامریکاپه سناکښي د مالي- اقتصادي بحران د له منځه وړلو پر سر بحث اوخبري
دامریکاپه سناکښي د مالي- اقتصادي بحران د له منځه وړلو پر سر بحث اوخبريانځور: AP

اويا داچي دامريکا دټولو موټرونو دخاوندانو دتيلو پيسي يې يو نيم کال ورکولای سوای . دد ي بيه به هم 700 مليارده ډالروته رسيدلې وای . خوددغه له حده تيرلګښت دپاره بايد نوي پورونه اخيستل سوي وای .مګراوس داپيسي په اصطلاح دبانکونوپه بچولو او ژغورلو باندي لګول کيږي .دبانکونود ژغورلو دغه طرحه دهمدې تيري دوشنبې په ورځ دامريکا دنماينده ګانو دمجلس لخوازيادتره دجمهوريت غوښتونکو وکيلانوپه رايو سره ردشوه.نوجمهور رييس بوش دچهارشنبې په ورځ بياهم د پارلمان څخه پدې برخه کي مرسته وغوښته .ده وويل:

«د وکيلانو لخوا دې قانون ته په جدي سترګه کتل ډير مهم دي، ځکه چي وړي تصدۍ بايد وکولای سی خپلي معاملې بيرته تمويل کړي ، اوبانکونه هم وکولای سي دغه پورونه ورکړي .»

ددې دپاره چي دغه قانون سره له هغه تصويب سي ، سنا دپنجشنبي په ورځ درايي اخيستلو اعلام وکړ، داسي چي سناتورانو چي نومونه يي دالفبأ په اساس اخيستل کيدل ،خپلي موافقي او مخالفي رايي په جګ اوازسره بيان کړي .

په 74 موافقو او25 مخالفورايوسره دبانکونو دبچولو 700 مليارډي طرحه تصويب شوه.البته چي ډيره پاملرنه 2کسو سناتورانو جان مک کين، اوبارک اوباماته کيده.دغودواړو سناتورانو په سنا کي دحضورله مخي ډير کمبودونه درلودل .اوباما پدې وروستيو دووکلونوکي دسنا په نيمايي پريکړوکي حضور نه درلودۍ، او جان مک کين تر هغه هم په زيادتره ،يعني په سلوکي 64 کي يې حضور نه درلودۍ . خو تيره شپه ،ددوي دواړو دانتخاباتي مبارزی دپاره ډيره مهمه وه.دواړو کانديدانو دغي طرحي ته دموافقي رايي دورکولو لپاره نور هم تشويقول او پخپله يې هم موافقي رايی ورکړې . خويوازي بارک اوباما تر راي اخيستو لږ دمخه وويل:

«موږ ددې دپاره چي ددې پيسو پر لګيدوباندي کنترول رامنځته سي ،يوي بي طرفه دڅارنی جرګه ګۍته اړتيا لرو.په هغه صورت کي مونږ يوازي دپانګي بازارونوته نه ، بلکه دکورونوهغو خاوندانوته هم ګټه رسوو چي په خپلو کورونو کي دپاته کيدوپخاطر مبارزه کوي . دريم داچي دابايده دي دتصديو دخاوندانو اوپانګه والاوو دغم خوړلو پروګرام نوي ،ځکه چي دهغو حرص او بي مسوليتۍ مونږ پدې اوسني ناوړه حالت اخته کړي يو.دبلي خوا چي ماليه ورکونکي خپلي پيسي دبانکونو په ژغورلو لګوي ،بايد د هغوسره هم دپانګه اچونکو په شان سلوک وسي.اوپه مجرد چي اقتصادي وضعه بيرته ښه سي، هرسنت دوي ته بيرته ورکړل سي .»

نوسنا پريکړه وکړه چي250 مليونه ډالره دبانکونو دنامطمنه پورونو درانيولولپاره آزادوي :

اودهغه پاته برخه به ورو ورو وروسته آزاده شي .دبانکونو مشخص لګښتونه څارل کيږي .او دمالياتو ورکونکي به دپو رونو دارزښتونو له راتلونکوجګيدو څخه ګټه واخلي.دبانکونودمدیرانو اومشرانو تنخوا ګاني محدودیږي .سربيره پردي سنا په مالياتو کي دنورو آسانتياوو دراوستلو پريکړه هم وکړه ، اوهمدغه ډول يي تصميم ونيو چي په راتلو نکي کي به دهغو کسانو چي په بانکونوکي پيسي زيرمه کوي د100000 ډالرو پر ځاي د250000 ډالرو تضمين ورکړل سي . خوتراوسه پوري لا دبهالرونکو اسنادو په بازارونوکي دخوښۍ دکولو وخت ندي را رسيدلي . ځکه چي ترسناوروسته بايد ولسي جرګه هم دبچولو دغه طرحه دجمعي په ورځ تصويب کړي .