دامريکا د بې عدالتۍ سمبول
۱۳۸۸ مرداد ۷, چهارشنبهدوی کرار کرار د خپلو کوټو څخه د محبس ميداني ته راوزي .
د امريکايي عسکرو لخوا شپيلق وهل کيږي،کوم چه د خپلو برجو څخه محبس څاري .
تقريباً 15 بنديان پر کمپلو باندي کښيني . ددوی لمونځ يوازنی هغه شی دی ،چه ګوانتانامو ته ورغلي کسان يې اوريدلای سي .
ددوی سره خبري کول ، د امريکاددفاع دوزارت لخوا منع سوي دي . ژورنالسټان کولای سي ددوی لمونځونه د لس متره لوړو برجو څخه وويني ،او د محبس څخه يوازي دوې ورځي کتنه کولای سي . دوې ورځي چه امريکايي پوځيان کوښښ کوي ، ژورنالسټانو ته د محبس د ژوندانه څخه يو تصور ورکي . ددوی خبره هميشه يو ډول وي ،او وايي وګورۍ،موږ د بنديانو سره ښه وضعيت کوو.
دغه ځوان منصب دار يې داسي بيانوي ، «موږ ددغو خطرناکو کسانو سره ډير انساني چلند کوو ،خوموږ دا نه هيرو چه دوی خطرناکه انسانان دي . »
په دغو کمپو کښي لا 229 کسه بنديان ناست دي . د بنديانو مجموعأ هغه 4 کمپونه چه ژورنالسټان او ليدونکي ورته ورتلای سي ، د ناټو په لوړو اغزي لرونکو جاليانو او سيمانو باندي راچاپير سوي دي . تقريبأ هر 30 متره وروسته يو مراقبتي برج موجود دی . ددغه لوړ ځای څخه عسکر کولای سي د خرما درختي او د کيوبا د ساحل مخته شين بحر وويني ،خو بنديان هيڅ شی نسي ليدلای .
د څلرم کمپ د مشترک اطاق په ټلويزون کښي د فتبال مسابقه جريان لري : عراق د فلسطين په مقابل کي .
د محبس د ساتونکو په عقيده په 4 کمپ کښي مطيع بنديان سره ځای پر ځای سوي دي ،چه کولای سي د 20 ساعتو دپاره د خپلو اطاقو څخه ووزي ،او د نورو بنديانو سره وخت تير کي . چه پدې حساب د 5 کمپ تر بنديانو ډيره آزادي لري .
د ګوانتانامو په محبس کښي بنديان په تقريبأ 8 متره مربع کوټه کښي ژوند کوي ،او کوټه قلفيان دي . د ورځي يوازي 4 ساعته کولای سي دباندي راووزي ،چه هغه يې هم په پښو کښي زولانې وي . پاته وخت دوی يوازي پخپله کوچنۍ کوټه کښي تيروي . خو د 4 او5کمپو بنديان بيا هم يو شی سره نژدې کوي ، او هغه داچه دواړه د 7 کلو راهيسي دلته بنديان د ي، بيله دې چه پر دوی باندي اقامه دعوی وسي ،او طبعأ محاکمه سوي هم ندي .
دامريکاددفاع دوزارت په عقيده د 229 بنديانو څخه 60 تنه نور د امريکا دپاره خطر نلري . خو دوی سربيره پر هغه باندي بنديان دي . ځکه چه دوی څوک نه مني .
کله چه بارک اوباماد جنورۍ په اخره کښي جمهوررييس کيدۍ ،نو يې په يوه کال کښي دګوانتانامو د تړلو وعده ورکړل ،چه ډيرو بنديانو ته يې اميدواري پيداکړې وه . د بارک اوباما حکومت اوس کوښښ کوي چه د 229 بنديانو دپاره يو بل ځای اوهيواد پيدا کي ، خو ډيری اوس پدې عقيده دي چه دا کار به په راتلونکو 6 مياشتو کښي سرته ونه رسيږي . او که ګوانتانامو ونه تړل سي ، نو به هغه داسي پاته سي ،لکه په تيرو 7 کلو کښي ، يعني د امريکا د بې عدالتۍ سمبول .
انا،اينګيلکه/
کتونکی : محمد قاسم نوري