«دافغانستان په هکله يواړخيز قضاوت بايد ونه شي!»
۱۳۸۹ تیر ۱۸, جمعهد آلمان د بهرنيو چارو وزير، ګيدو وستر ويلي نن وويل چي د افغانستان په هکله بايد قضاوت په يو اړخيزه توګه ونه شي. وستر ويلي نن دغه خبره د آلمان له راډيو“Deutschlandfunk“ سره وکړه. هغه وويل:
«په افغانستان کي هم پرمختګونه شوي او هم شاتګونه.»
وسترويلي چي دغه تبصري يي نن د آلمان د فدرالي شورا ته د افغانستان په هکله د حکومت د دريځ د روښانه لپاره د يوي وينا څخه مخکي يايدی کړي وويل: «دا صيحح ده چي په تيرو مياشتو کي د امنيت په برخه کي د انديښني وړ تحولات رامنځ ته شوي دي. خو له بلي خوا سړي بايد دا هم له پام څخه ونه غورځوي چي د افغانستان په ځينو نور برخو کي د ثبات د ټينګيدو په لور کلک ګامونه اخيستل شوي دي. نو په دي وجه سړي ويلاي شي چي د افغانستان عمومي وضعيت د يوي سيمي تر بلي پوري توپير لري.»
د آلمان د بهرنيو چارو وزير د خپل هيواد له راډيو سره په مرکه کي يادونه وکړه چي د افغانستان په ځينو ولسواليو کي د بيارغاوني کارونه دير ښه پرمخ تللي دي. هغه وويل: «د هيلو لپاره ډير قوي دلايل وجود لري.»
وسترويلی زياته کړه چي د آلمان حکومت په خپل ټاکلي هدف باندي ټينګ ولاړ دي چي که «چيري شرايط اجازه ورکړي په راتلونکو دري کلونو کي به په افغانستان کی امنيتي مسووليت د دغه هيواد حکومت وسپاري.» خو هغه دا هم وويل چي سړي بايد هغه تصورات له سره وباسي چي سمدلاسه دي د « هندوګش د غرو د لمنو په هيواد کي اروپايي ډوله مناسبات ټينګ کړاي شي.»
د آلمان د بهرنيو چارو وزير نن د خپل هيواد فدارلي شورا يا Bunmdestag ته په خپله وينا کي د آلمان د افغانستان د ماموريت په اړه د حکومت د دريځ د روښآنه کولو سره بيره د جولاي د20 نيټي لپاره د افغانستان د پلان شوي کنفرانس په هکله هم خبري کوي.
په افغانستان کي د خراب امنيتی وضعيت سره سره د جولاي په 20 چي د چنګاښ له 29 سره سمون خوری د بسپنه ورکونکو هيوادونو استازي په پلازمينه کابل کی سره ټوليږي. هغوي په خپل وروستي کنفرانس کي چي د جنوري په پاي کي په لندن کي داير شو، د افغانستان د وضعيت د سمونوالي لپاره په يوي ستراتيژي موفقه وکړه.
د بهرنيو سرتيرو په شمير کي زياتوالي او د بيا رغاوني د کارونو د ګړندي کولو لپاره د نورو زياتو مالي مرستو ورکړه د دغي ستراتيژي يوه برخه ده. سر بيره پر دي هغه طالب اورپکي چي له جګړي څخه لاس اخلي او خپلي وسلي په ځمکه ږدي، د هغوي لپاره د مدني ژوند شرايط برابرول هم په دي ستراتيژي کي په پام کي نيولي شوي دي.
په کابل کي د افغانستان په راتلونکي کنفرانس کي به نوموړي ستراتيژي تر ارزوني لاندي ونيول شي چي آيا څه پرمختګونه په تيرو 6 مياشتو کي شوي دي.
دا دوهم ځل دي چي د آلمان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان په هکله د خپل حکومت دريځ روښانه کوي. هغه تير ځل د لندن له کنفرانس څخه وروسته د فبروروي په مياشت کي دغسي يو وينا فدرالي شورا ته وړاندي کړي.
د آلمان خبري آژانس/عبدالباري حکيم
کتونکي: رحيله اميري