دافغانستان سره دکومکي پيسو ډيره برخه بيرته خارجي شرکتوته ځي
۱۳۸۸ خرداد ۱۵, جمعهد افغانستان دپاره د اکسفام نماينده مټ والډمن ، نن په مادريد کښي پر دې انتقاد وکۍ،چه ددغو پيسو ډيره برخه خارجي شرکتوته د معاش په حيث ورکول کيږي . خصوصأ امريکايي شرکتونه ددغو پيسو څخه ډيره ګټه پلاس راوړي ،بيله دې چه د انتظار سره سم خپل کارونه په لوړه سطح اجرأ کي .
والډمن د ژورنالسټانو په مخکښي اضافه کړل،چه طبعأ دوی کولای سي،ګټه وکړي ،خو بايد دا پوښتنه وکو،چه په کمه اندازه .
دده د معلوماتو پر اساس دخارجي کومکو د پيسو 40 فيصده بيرته همهغو هيوادو ته ځي ،چه د افغانستان سره د پيسو کومک کوي ،او افغانستان ته ددغو پيسو ورکول زيادتره پداسي شرايطو سره تړل کيږي ،چه بايد د همدغو هيوادو څخه اموال او نور شيان رانيول سي . ځکه نو بايد تر پخوا زيات د افغانستان د حکومت سره په مستقيم ډول د پيسو کومک وسي .
اوتر څو چه په افغانستان کښي د فقر او غربت سره مبارزه ونسي ، ثبات به هم رامنځته نسي .
AFP/
کتونکی : محمد قاسم نوري