دافغانستان د انتخاباتي کميسيون څلورغړي ونيول سول
۱۳۸۹ آذر ۱۵, دوشنبهد انتخاباتي کميسيون يوه غړي عبدالله احمدزي ويلي دي چي په نيول سوو کسانو کي د انتخاباتي کميسيون د تدارکاتو او لوژستيک د څانګي آمرهم شامل دی .
دغه څلور کسان په داسي حال کي نيول کيږي چي لا وختي د کميسيون د څلورو نورو غړو د نيولو امر هم پوليسو ته صادر سوی، خو تر اوسه دغه څلور تنه آزاد ګرزي .
په هغو کي د انتخاباتو د شکايتونو د څانګي د وياند ضيارفعت، د انتخاباتو د کميسيون د وياند نور محمد نور او دوو نورو غړو د نيولو خبري سوي وې .
په نيول سوو څلورو کسانو کي درې نور يې کښته رتبه ښودل سوي دي.
احمدزي وويل چي نيول سوي کسان د خپلو دفترونو څخه لومړۍ د لوی څارنوالۍ لخوا تحقيق ته ور وغښتل سول او وروسته بيا هملته ونيول سول چي دی نه پوهيږي چي دا څرنګه توقيف ؤ .
احمدزي نيويارک ټايمز ورځپاڼي ته هم ددغه خبر تاييد کړيدی .
نوموړي ويلي دي چي دی نه پوهيږي چي د دغي نيوني تر شا څه انګيزه پرته ده، او زه دې ته د فشار پرته بل څه نه سم ويلای او موږ هڅه کوو چي دا کسان ولي نيول سوي دي.
د لوی څارنوالۍ مرستيال ښاغلي رحمت الله نظري هم پيښه تاييد کړه او وايي چي پر دغو څلورو کسانو باندي په انتخاباتو کي د درغليو تورونه لګول سوي ول .
د تيري يوې مياشتي را پدې خوا د انتخاباتو د کميسيون او لوی څارنوالۍ تر منځ لانجو زور اخيستي.
لوی څارنوال محمد اسحاق الکو ګواښ کړی چي که چيري په څيړنو کي پاته راغی، نود خپلي وظيفې څخه به په استعفاورکړي.
په همدې مهال کي لوی څارنوالۍ ته د پاته راغلو کانديدانو شکايتونه دوام لري .
په تيرو څو ورځو کي ګڼ شمير کانديدان لوی څارنوالۍ ته ورغلي او شکايت يي کړی چي يا بايد انتخابات باطل اعلام سي او يا د دوی سره د سوي جفأ عاملين ونيول سي او د دوی قرنطين او باطلي سوي رايي بيرته را ژوندۍ کړي .
په ورته وخت کي د کابل پوهنتون استاد اسماعيل يون وايي چي د انتخاباتو نتايج په ملت تپل سوي او بايد پکښي تغير راسي.
اسماعيل يون د انتخاباتي کميسيون چارواکي د هغي کړۍ برخه وبلل چي په خبره يې سازمان سوي جعل کارۍ تر سره کړي او په دې سره يې د افغانستان د ملت سره نه بخښونکې جفا کړې ده .
د يون خبره ده چي د انتخاباتو په جريان کي پراخي درغلۍ سوي او لويه برخه تقلب د کميسيون د مشرتابه له لوري تر سره سوی چي بايد يې عاملين د خلکو پر مخکي محکمې ته حاضر سي .
دا په داسي حال کي ده چي د انتخاباتي کميسيون مشرتابه غړي پر دوی باندي د جعل کاريو هر ډول لګيدلي تورنه بې اساسه بولي او هغه د حکومت د فشارونو يوه برخه بولي .
ميرويس جلال زی
کتونکی : محمد قاسم نوري