1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دافغانستان دموضوع حل تر عراق ډيرمشکل دی

۱۳۸۷ بهمن ۲۱, دوشنبه

دافغانستان اولس مشر حامدکرزي د يکشنبې په ورځ دطالبانوسره ديوې روغي جوړي د پروسې ږغ وکۍ

https://p.dw.com/p/GpxH
دجرمني د مونشن د ښار د امنيتي کنفرانس استازو د افغانستان د بيا آبادولو کار ته دډيري پاملرني غوښتنه وکړه
دجرمني د مونشن د ښار د امنيتي کنفرانس استازو د افغانستان د بيا آبادولو کار ته دډيري پاملرني غوښتنه وکړهانځور: DW

او په خپل هيواد کي يې د خارجي ځواکونو څخه وغوښتل چي د ملکي خلګو د مرګ ژوبلو د مخ نيوي په خاطر خپل کوښښونه نور هم ډيرکړي . ده دغه څرګندوني د ميونيخ په ښار کي و جوړې سوي نړۍ والي امنيتي غونډې ته کولې .

پداسي حال کي چي د متحده ايالاتو د جمهورريیس مرستيال جو بايډن او اروپايي مشرانو حضور درلودی، ښاغلي کرزي وويل :

«د اوس څخه څو مياشتي وروسته به په افغانستان کي د اولس مشری او د ولايتي شوراګانو انتخابات تر سره سي، او ښايي دا ښه موقع ده چي پر مخالفينو ږغ وسي چي د روغي جوړي په پروسه کي ګډون وکړي . موږ پر ټولو هغو طالبانو ږغ کوو چي خپل هيواد ته راسي ، چي دالقاعده او بلې ترهګري ډلې سره تړاو نه لري . هغه طالبان چي غواړي په خپل هيواد کي په آرامه او د افغانستان تر اساسي قانون لاندي ژوند وکړي، او په ورځني ژوند کي برخه واخلي، موږ ورڅخه غوښتنه کوو چي خپل هيواد ته راسي . زه د نړۍ والې ټولنې څخه هيله کوم چي پدې ډګر کي زموږ سره کومک وکړي، او په دغه موضوع کي همږغي سي .»

ښاغلي کرزي اضافه کړه چي په افغانستان کي بعضي کارونه پر سم وخت تر سره نه سوه . ده وويل:

«موږ د ترهګرو د پټوځايو، د هغو د ځالو او د هغوی د اقتصادي کومک کوونکو پر موضوع باندي پر سم وخت توجه ونه وکړه .»

د بلې خو د امريکا د متحده ايالتونو استازو په خپل وارخبرداری ورکړی دی چي، په افغانستان کي د وسله والو پر ضد جګړه تر عراق ډيره مشکله ثابتېدلای سي . امريکايي استازو پر خپلو ټلوالو ږغ وکړی چي د افغانستان د جګړې په ترڅ کي لاډير عسکر او لازيات سامان آلات افغانستان ته ولېږي .

دافغانستان او پاکستان دپاره د امريکا خاص استازي ريچارډ هالبروک پر دې خبره ټينګار وکۍ چي بايد دافغانستان ګاونډي هيوادونه ،خصوصأبيا پاکستان هم د آرامۍ راوستلو په هڅو کي ورګډ سي . ده وويل چي

دا يو داسي چلنج دی، چي امريکا او نړۍ وال دهغه تر مخه نه وه ورسره مخامخ سوي، او دده په خيال د افغانستان موضوع تر عراق ډيره مشکله ده.

ښاغلي هالبروک اضافه کړه چي دافغانستان د ستونزې د هوارۍ سفر به يو اوږد او د تکاليفو ډک سفر وي .

پداسي حال کي چي ښاغلی هالبروک به ډېر ژرافغانستان او سيمي ته په سفر ځي، ده د ميونيخ په غونډه کي وويل چي پخپله په امريکا او د ناټو د غړو هيوادو تر منځ لا ډيري همږغۍ ، تنظيم او د نوو لارو چارو و سنجش ته ضرورت سته .

ده وويل چي د باراک اوباما حکومت د يوې داسي لاري چاري په لټه کي دی چي په ښه ډول د طالبانو مخنيوی وکولای سي .

ښاغلي هالبروک وويل چي پاکستان ته هم بايد ډيره توجه وسي ،ولي چي د القايده مرستندويان او د هغو ساتوونکي په پاکستان کي هم سته . ده د پاکستان حالت هم د تشويش وړ وبلی .