1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دافغانستان او پاکستان موضوع يوازي د نظامي لاري نه حليږي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۸, جمعه

د پاکستان پوځ په حقيقت کي زيادتره داسي تنظيم سوی دي ،چه د هندوستان پر ضد وجنګيږي ،او نه د خپل هيواد دمشکلاتو پر ضد ...

https://p.dw.com/p/HlrT
امريکايي طيارې په افغانستان کښي د خوشه اي بمونو د اچولو پر وخت
امريکايي طيارې په افغانستان کښي د خوشه اي بمونو د اچولو پر وختانځور: picture-alliance/ dpa

داچه په افغانستان او پاکستان کي د امريکا ستراتيژي تر کمه ځايه پوري اغيزمنه ده ،د DW آلمان ږغ راډيو د متحده ايالاتو دجنګ د چارو په دولتي کاليج کي د افغانستان په باب د امريکا د ستراتيژۍ د پروفيسر ګيبهارد شوايګلر سره مرکه کړيده ،چه تاسي ته يې دلته پښتو ترجمه وړاندي کوو.

شوايګلر : ددې ډير اميد کيږي چه څنګه او په څه ډول په افغانستان اوپاکستان کي سياسي مناسبات انکشاف کوي ،او بايد وويل سي چه دامريکا متحده ايالات او نور هيوادونه لږ امکانات لري ، چه پر هغه باندي اغيزه وکي . چه دايو لوی ستراتيژيکي پرابلم دی . خو پر دې باندي ټول سره موافق دي چه يوازي د نظامي لاري موضوع نه حليږي .

ډويچه ويله : امريکا د ډيره وخته په دې عقيده ده چه د افغانستان د مشکل حل په پاکستان کي پروت دی ،چيري چه اوس طالبان په دوامداره ډول سره تقويه کيږي . نو ددې خبري علت په کم ځای کي دی چه هغوی تقويه کيږي ،آيا د پاکستان حکومت ډير ضعيفه دی ، او که طالبان ډير محبوبيت لري .

شوايګلر : « د افغانستان سره پرابلم دادی چه طالبان په آزاد ډول د سرحد څخه آخوا ته تيريدای سي ،او هلته ځانونه پټولای سي ، چيري چه د پوځي لحاظه ډير لږ امکان لري ،پر دوی باندي حمله وسي . خو دا يو پرابلم دی . پخپله په پاکستان کي مشکل پدې کي دی ،چه د سوات په دره او شمال لويديز سيمه کي د پاکستان حکومت او پوځ ډير لږ حضور لري . ځکه چه د پاکستان اساسي قانون او عنعنوي حقوق دوی ته هلته د ورتګ اجازه نه ورکوي . امکان لري په آينده کي دغه خبره تغير وخوري او قانون تغير وکي .

د پاکستان پوځ چه په حقيقت کي زيادتره داسي تنظيم سوی دي ،چه د هندوستان پر ضد جنګ وکي ،او نه د خپل هيواد دمشکلاتو پر ضد وجنګيږي ،نو بيا به وروسته معلومه سي ، چه آيا دوی خپل مشکلات هم حلولای سي او کنه .

ډويچه ويله : لکه څنګه چه مخکي هم وويل سول ،چه غربيان نسي کولای هلته پرمختګ وکي ،او خصوصأ په درو کي خوهيڅ ممکن ندی ،نو بيا به څنګه دغه پرابل حليږي .

شوايګلر : هغه ستراتيژي به داسي وي ، چه حکومتونه تقويه سي ، تر څو وکولای سي په ډير قوت سره تعرض وکي ، د پوليسو پواسطه او همدارنګه د پراختيايي پروژو او بيا آبادولو د پروسې دلاري ، تر څو خلګو ته داسي احساس پيدا سي چه دوی د حکومت د خوا د آسايش او هوسايني امکان او چانسونه ډير پلاس راوړي ،نسبت طالبانو ته .

ډويچه ويله : خو داددې معنی لري چه امريکا بايد نور مليارډونه ډالره هم پاکستان ته ورکي .

شوايګلر : نه يوازي د پاکستان حکومت بلکه دافغانستان دحکومت سره او خصوصأ د منطقې د محلي او ايالتي حکومتو سره هم بايد کومک وسي ، تر څو سړی وکولای سي د مالي کومک د لاري پر دغه مشکلاتو باندي بريالی سي .

د بلي خوا په دواړو هيوادوکي ډير اختلاس او اداري فسادموجود دی ، اوسړی باور نلري چه آيا دغه کومکونه به واقعأ په سم ډول په مصرف ورسيږي .

ډويچه ويله : طبعأ دا يو ډير غټ مشکل دی ، او امريکا چه تر اوسه پوري په مليارډو ډالره پاکستان ته ورکړي دي ،په هغه باندي زيادتره د هندوستان پر ضد وسلې رانيول سوي دي ، او مجهز سوی دی ،نو آيا امريکابه ددغه مشکل مخنيوی وکولای سي .

شوايګلر : امريکا کولای سي کوښښ وکي ،چه پاکستان ته د خپلو پيسو پر ورکولو شرايط کښيږدي ،چه پر دغه مشکل باندي همدااوس د امريکا په کانګرس کي بحث کيږي ،چه بلاخره به دغه پيسې ورته ورهم کي . خو کله چه دغه پيسې يووار سيمي ته ورسيږي ،بيا هم دا ډيره مشکله ده چه هغه په دقيق ډول کنترول سي ،چه پيسې چيري لګيدلي او په مصرف رسيدلي دي .

ډويچه ويله : داهم معلومه ده چه په پاکستان کي انتخاب سوی جمهوررييس وجود لري ،او د کاغذ پر مخ ددروو قواوو تقسيم سته ،خو کله چه د پاکستان امنيتي موضوع مطرح وي ،بياهم پوځ تصميم نيسي . نو څنګه کيدای سي چه امريکاپاکستاني جنرالانو ته ددې قناعت ورکي ، چه د پاکستان اصلي دښمن هندوستان نه ، بلکه طالبان دي .

شوايګلر : امريکا کولای سي کوښښ وکي ،چه ددلايلو او ارقامو پر اساس ورته واضح کي ،چه اوس د پاکستان دپاره په واقعيت کي لوی خطر دداخل څخه راځي ،يعني د طالبانو او اسلامسټانو څخه . خو بيا هم دا آسانه نده چه جنرالانو ته په دې آسانۍ سره قناعت ورکول سي . د امريکادپاره بل غټ پرابلم طبعأ د پاکستان اټومي وسلې دي ،چه پاکستان هغه د امريکا داردې پر خلاف پلاس راوړي دي ،او امريکا د بنديزونو د لاري د هغه څخه د تيريدو کوښښ وکۍ ،چه هغه هم نتيجه ورنکړه . طبعاً دغه اټومي وسلې د هندوستان پر ضد جوړي سوي دي ،او هغه اوس کيدای سي د طالبانو پلاس کي ولويږي ،چه دا هغه پرابلم دی چه امريکا بايد په راتلونکي کي ورسره مبارزه وکي .

ډويچه ويله/ محمد قاسم

کتونکی : محمد قاسم نوري