1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د پاريس د بريدونو پړه ومنله

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۲۳, شنبه

د پاريس د بريدونو د قربانيانو شمېر لږ تر لږه ۱۲۸ ته رسېدلی دی. د سوريې او عراق وسله والې ډلې داعش د دغه بريدونو پړه په غاړه اخيستې ده.

https://p.dw.com/p/1H5nL
انځور: Getty Images/AFP/K. Tribouillard

داعش ويلي دي چي د دوی «اتو ورونو» چي په وسلو او د چاودېدونکو توکو په قمربندونو سنبال ول، پر «صليبي فرانسې» دغه «برکتي بريدونه» کړي دي. د داعش له خوا د پاريس د خونړي بريدونو دغه پړه پر انټرنټ په خپره سوې اعلاميه کي په غاړه اخيستې ده.

داعش په دغه اعلاميه کي د پاريس دغه تازه بريدونه د اسلام د مقدسو شخصياتو د سپکاوي او د يادي ډلې پر ضد په هوايي بمباريو کي د فرانسې د ګډون کولو غچ اخيستنه بللې ده.

د دې څخه تر مخه د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په پاريس کي د ترهګرو بريدونو د لړۍ مسؤليت د سوريې او عراق پر وسله والې ډلې «اسلامي دولت» يا داعش وراچولی ؤ. اولاند دغه څرګندونې پر تلويزيون د وينا پر وخت وکړې او دغه بريدونه يې د فرانسې پر ضد د داعش يو «جنګي عمل» وباله.

«کورني همکاران»

فرانسوي ولسمشر په وينا کي وويل چي دغه بريدونه د «ترهګرو د لښکر» له خوا له بهر څخه او د «کورني همکارانو» په مرسته تر سره سوي دي. اولاند په فرانسه کي د درې ورځني دولتي وير اعلان وکړ او ويې ويل چي د امنیت په ډګر کي به ټول اړين اقدامات وکړي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د ايليزې په ماڼۍ کي د فرانسې امنيتي کابينه هم راوبلله او ورسره خبري اتري او مشورې يې وکړې. په دغه غونډه کي د امنيتي وزارتونو تر څنګ د ټولو دولتي امنيتي ادارو استازو ګډون کړی ؤ. اولاند د بريدونو څخه لږ وخت وروسته پر ټوله فرانسه اضطرارٍي حالت ولګاوه. نوموړي په تلويزيوني وينا کي وويل چي د ټول اړين قوتونه تر امکان تر حد پوريٍ پر حرکت راوستلي دي چي د «ترهګرو د له منځه وړلو» دنده په غاړه واخلي او د اغېزمنو سوو ناحيو امنيت ونيسي.عسکر محرکه کړل سوي

Nach Attentaten von Paris Grenzkontrolle
انځور: Reuters/V. Kessler

په پاريس کي د ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي چي ۱۵۰۰ اضافي عسکر محرکه کړل سوي او چمتو کړل سوي دي، چي په پلازمېنه کي په امنيت ټينګولو کي کومک وکړي. اولاند د هغه کانسرټ ځای څخه د ليدنې پر وخت چي پکښي خونړی بريد شاهد پاته سوی ؤ، وويل چي د ترهګرۍ پر ضد به «بې رحمه» جګړه پر مخ بوزي.

د هغه وروسته چي اولاند د فرانسوي سرحدونو د تړلو خبره وکړه، وروسته د پاريس حکومت وويل چي د سرحدونو د تړلو څخه مقصد يې پر دغو سرحدونو کنټرول زیاتول ؤ چي د شکمنو ترهګرو او په بريدونو کي لاس لرونکو کسانو له هيواد څخه تېښته ناممکنه کړل سي. د پوليسو د معلوماتو پر اساس په دغو ترهګرو بريدونو کي لږ تر لږه ۸ بريدو کوونکي وژل سوي دي.

په پاريس کي د شنبې په ورځ (د نوامبر ۱۴مه نېته) تقريبا ټول ښاري دفاتر او ځايونه بند ول. دا معلومات د فرانسې د پلازمېني پاريس پر انټرنټ پاڼه خپاره سوي دي. ويل سوي چي په دې ترڅ کي موزيمونه، کتابتونونه او د لامبو ځايونه تړلي پاته ول. د دې تر څنګ په پاريس کي ټولي سپورټي سيالۍ او غونډي لغوه کړل سوي وې.