1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داسي ښکاري چي امريکايان د مشرف د ساتني لپاره کومه خاصه دلچسپي نلري

۱۳۸۷ مرداد ۲۱, دوشنبه

مشرف د نړيوال تروريزم سره دمبارزې په لار کي د امريکا يو معتمد ملګری دی او د امريکا دمتحده ايالتونو حکومت به په راتلونکي کي هم په پاکستان کي داسي يوه ملګري ته اړ وي

https://p.dw.com/p/Euql
د امريکا جمهوررييس جورج بوش او د پاکستان جمهوررييس پرويز مشرف
د امريکا جمهوررييس جورج بوش او د پاکستان جمهوررييس پرويز مشرفانځور: AP

که څه هم دپاکستان په پارلمان کي هم دپيپل ګوند او هم دنواز شريف په مشرۍ دمسلم ليګ دګوند وکيلان ، که چيري ددغه هيواد په پارلمان کي د پرويز مشرف څخه د اعتماد اخستلو مساله مطرح سي، نو دوی به ددې نظر په پلوي خپلي رايي ورکړي، خو بياهم مشرف دې ته ندی چمتو چي پخپله خوښه استعفا وکړي.

دغه خبره د يکشنبې په ورځ دمشرف وياند په يوه تلويزيوني مرکه کي وکړه او ويې ويل چي:« مشرف غواړي د ډيموکراسۍ په روحيې سره د ځانه دفاع وکړي. دپاکستان دعدلي چارو وزير فاروق نيک، چي دپيپل دګوند غړی هم دی، دمخه ويلي وچي د مشرف څخه د اعتماد اخستلو پورسه به په دې څو ورځو کي پيل سي او ددغه هدف لپاره دبيلګو راټولول لا دوام لري.

پرويز مشرف
پرويز مشرفانځور: AP

داچي ولي مشرف نه غواړي پخپله خوښه دولسمشرۍ چوکۍ پريږدي او غواړي د ځان څخه پخپله دفاع وکړي، ښايي علت يې دايي چي مشرف او دده پلويان ګومان نه کوي چي مخالف ګوندونه به وسي کړای دپارلمان په دواړو خونو کي دوه ثلثه رايې چي د ولسمشر څخه د اعتماد اخستلو لپاره د پاکستان داساسي قانون د مخه ضروري دي، ترلاسه کړي.

دپاکستان دمطبوعاتو پخواني وزير طارق عظيم هم په دې عقيده دی او وايي چي د مشرف څخه به دپيپل پارټۍ او دمسلم ليګ دګوندونو د اعتماد اخستلو هڅه د ناکامۍ سره مخامخ سي، او د دوی دغه سلوک به بله ګټه ونه رسوي پرته له دې چي په دغه هيواد کي به نوي بې اتفاقۍ رامنځ ته سي. خو عظيم، مشرف ته هم ددې ګواښ کوي چي دی هم بايد د پارلمان د ړنګولو او د نوي ټاکنو څخه ډډه وکړي، ځکه نوي پارلماني ټاکني به هم په پاکستان کي ډيموکراسۍ ته سخت تاوان ورسوي او هم اقتصاد ته.

داچي د پاکستان څخه د باندي به د مشرف څخه د اعتماد اخستلو د مسالي په مقابل کي څه غبرګونونه وښوول سي، په دې هکله د امريکا دمتحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت يوه وياند د تيري پنجشنبې په ورځ ويلي وه چي دغه مساله دپاکستان يوه کورنۍ مساله ده او. د امريکا متحده ايالتونه او پاکستان به لکه دپخوا په شان د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کي نږد ې ملګري پاته سي. خوبيا هم داخبره دلته ديادوني وړ ده چي په دغه سيمه کي مشرف د نړيوال تروريزم سره دمبارزې په لار کي د امريکا يو معتمد ملګری دی او د امريکا دمتحده ايالتونو حکومت به په راتلونکي کي هم په پاکستان کي داسي يوه ملګري ته اړ وي چي، هغه په سيمه کي د اسلامي تند لارو پر ضد په مبارزه کي د امريکايانو معتمد ملګری وی.

افغان مشر حامد کرزی، جورج ډبليو بوش او پرويز مشرف په سپينه ماڼۍ کي د خپرو پر مهال
افغان مشر حامد کرزی، جورج ډبليو بوش او پرويز مشرف په سپينه ماڼۍ کي د خپرو پر مهالانځور: AP

په پاکستان کي دروانو سياسي لوبواو د امريکا دحکومت د وروستيوخبروڅخه داسي ښکاري چي امريکايان هم د مشرف دساتني لپاره کومه خاصه دلچسپي نلري.

خو داچي د افغانستان په برخه کي به دمشرف د احتمالي لري کيدوسره، د پاکستان په سياسي تګ لاره کي کوم بدلون راسي او که څنګه، په دې هکله افغان ډيپلوماټ او سياسي کار پوه احمد سيدي د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيودخبر يال سره په يوه مرکه کي وويل:«زه په دې هکله چي دافغانستان په برخه کي به دپاکستان په سياسي تګ لاره کي کوم مثبت بدلون راسي خوشبینه نه يم . زما په عقيده که په پاکستان کي هر ملکي حکومت راسي هغوی به پر څلورو موضوعګانو کي د پريکړي صلاحيت ونلري : دکشمير په مساله کي، د افغانستان په مساله کي، د اټومي سلاو په برخه کي او د اردو او استخباراتو دبوديجې په برخه کي. نو زه فکرکوم چي که په پاکستان کي مشرف دځواک له مسنده څخه لري هم سي او يوه نوې سياسي څيره رامنځ ته هم سي بيابه هم د افغانستان اودسيمي په برخه کي دپاکستان په سیاست کي کوم بنيادي بدلون رانسي . تر څو چي د پاکستان د اردو په جوړښت کي يو بنيادي بدلون رامنځته نسي، د افغانستان او دسيمي په برخه کي به دپاکستان دحکومت سياسي تګلاره همداوي لکه اوس چي ده.