دارفور: بې پولې ډاکټران
۱۳۸۶ شهریور ۵, دوشنبهد نوموړې ټولنې د کاريوعمده ځای د لوېديځ سودان بحراني ولايت دارفوردی، چېرته چې له څه ناڅه څلوروکلونوراهيسې يوه خونړۍ کورنۍ جگړه روانه ده.
هرڅوک چې غواړي پدې خبرشي چې د مهاجرينوپه يوه افريقايي کمپ کې يوډاکټرکومې دندې بايدسرته ورسوي، کولای شي چې د بې پولې ډاکټرانوپه انټرنټي پاڼه کې يې وويني يا واوري.
ماتياس » روبې « ته هغه صحنې چې په کامپيوترکې د کارتوني فلم په مرسته ښوول کېږي، ورځنی عادي ژوند دی. نوموړی آلمانی ډاکټرله يوه کال راهيسې د لوېديځ سودان د دارفور په ولايت کې کارکوي. ډاکټر » روبې « له سودان نه د موبايل ټېليفون په واسطه وايي، په داسې حال کې چې زماڅه باندې دوه زره تنه همکاران د ناروغواوژوبلوانسانانوپالنه کوي، په دارفورکې جگړه روانه ده.
د بې امنيتۍ احساس
پنځه دېرش کلن ډاکټر ماتياس » روبې «، چې په دارفورکې د بې پولې ډاکټرانو د نړيوالې ټولنې کمکي خدمتونه همغږه کوي، وايي:» ټول هغه خلک چې مونږيې په خپلوکلينيکونوکې پالنه کوو، وايي، چې په اوسنۍ شېبې کې ترټولوخراب شی د بې امنيتۍ احساس دی اوهمدغه احساس زمونږ کلينيکونوته د گڼ شمېرخلکو د راتگ مخنيوی کوي. «